د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ ( جون ۱۷)


د شاهین بونیري ژباړه

د ډان ورځپاڼې د یو راپور ترمخه امریکه او هندوستان یوه لوضنامه لاس لیک کړې چې له مخه به يي دواړه هیوادونه د افغانستان سره درې اړخیزه خبرې اترې پیل کوي.


دا لوظنامه په امریکايي میډیا کې د هغه راپورونو سره سمی خوري چې پکې ویلې شوي وو چې امریکه غواړي د افغانستان نه د وتلو نه وروستو هندوستان په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.

په دغو راپورونو کې ویلې شوي وو امریکه غواړي چې هندوستان د افغان ځواکونو په تربیه کولو کې یو لوې کردار اولوبوي.

ورځپاڼه لیکي دواړو هیوادونو د افغانستان سره جلا جلا ستراتیزیکي معاهدې هم لاس لیک کړې دي. د نوې انتظام د لاندې به درې واړه هیوادونه د یو بل سره د سلا مشورې عمل مخ په وړاندې بوځي.

ولې په واشنګټن کې د سفارتي چارو پوهان وايي د پاکستان سره د امریکه د اړیکو د خرابیدو نه وروستو امریکایان په دې مجبوره شول چې هندوستان د ځان سره ملګرې کړي.

په راپور کې راغلي چې په کال ۲۰۱۰ م کې امریکه د پاکستان په خواست په دې رضا شوې وه چې هندوستان د افغانستان د ګاونډي هیوادونو د کانفرنس نه بهر اوساتي.

اوس هندوستان په نوي ډیلي کې د افغانستان په اړه خپل یو کانفرنس راجوړوي چې د امریکا مرسته ورته ترلاسه ده. هندوستان د کال ۲۰۰۱ راهیسې افغانستان ته دوه بلینه ډالره ورکړي دي.


بل خوا د ایسوسي ایټډ پریس خبري اژانس په یو راپور کې راغلي د شمالي وزیرستان یو وسله وال کماندان حافظ ګل بهادر د پولیو پرضد د څاڅکو ورکولو عملې ته خبردارې ورکړې دی چې د هغه د واک لاندې سیمې ته دې نه راځي.


د راپور تر مخه د خالي په ورځ په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر له خوا پیغام پاڼې ویشلې شوي دي چې پکې لیکل شوي د پولیو پر ضد عمله دې نه راځي ځکه چې کیدای شي ددوی په جامه کې دغه سیمې ته جاسوسان هم داخل شي.

پاکستان په نړۍ کې یو د هغو دریو هیوادونو نه دې چرته چې د پولیو وایرس وجود لري.

ایسوسي ایټډ پریس لیکي حافظ ګل بهادر د پولې هغه اړخ ته د امریکه او ناټو ځواکونو پرضد جنګیږي خو د پاکستان د پوځ سره يي د جنګ نه کولو معاهده کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG