د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عبدالستار ایدي ژوند په خطر کې دی



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د کراچۍ پولیس وایي د خير ښېګړې ادارې ایدي فاونډیشن مشرعبدالستار ایدي د ساتنې په موخه یې لازم ګامونه اوچت کړي دي ـ

د سي آیي ډي پولیسو چارواکي وایي په دې ورستیو کې ورته داسې رپورټونه لاس ته ورغلي دي چې ترې څرګندیږي چې د خېر ښېګړې د ادارې مشر عبدالستار ایدي د اورپکو ډلو د پلویانو لخوا تښتول کیدای شي ـ

د سي آیي ډي پولیسو ایس پي مظهر مشواڼي وایي دوي ته ترلاسه شوي یو رپورټ څخه مالومیږي چې د پولیسو ځېنې مشران او عبدالستار ایدي اورپکي ډلې یا خو د پیسو دپاره وتښتوي او یا یې په نښه کړي ـ

ای ایف پي خبري اژانس د پاکستان د امینتي چارواکو له خلې وایي چې د تښتونې پلان جوړونکي عناصر د ناقانونه ګرځول شوی ډلې تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لري ـ

د ایدي فاونډیشن مشر عبدالستار ایدي وایي اوس د پولیسو په سخته پیره کې خپل کارترسره کوي ـ له مشال ریډیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه.

((دا چې حکومت ته کوم رپورټ په لاس ورغلی دی نو څه خبره به خامخا وي ـ هسې خو زه د انسانیت خدمت کوم او د ظلم په خلاف جنګ کوم ـ زه فکر نه کوم چې طالبانو او یا بل کوم چاته به زما د خېر ښېګړې په کار کوم اعتراض وي ـ اوس حکومت ماته پولیس راکړي دي خو زه وایم چې زما د ساتنې دپاره پولیس سرتیرو ته اړتیا نشته ))

بلې خوا ته د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ویاند احسان الله احسان له نامالوم ځایه په ټلیفون د مشال ریډیو سره په خبرو کې د ددوی د پلویانو له خوا د عبدالستار ایدي د تښتوني خبرونه رد کړي دي ـ

عبدالستار ایدي ۸۵ کلن دی او هغه د۱۹۵۱ کال راهسې د ایدي فاونډیشن په نوم د خېر ښېګړې اداره چلوي ـ

د ګینز بک اف ورلډ ریکارډ له مخې ایدي فاونډیشن په دنیا کې د ایمبولانسونو درلودونکي ترټولو لویه اداره ده ـ دغه اداره مړو او ژوبل کسانو ته ۲۴ ساعته د بې پیسو ایمبولانسونو د برابرولو کار پرمخ بیایي ـ ددې ترڅنګ ایدي فاونډیشن بې کوره زنانه و او ماشومانو د پالنې چارې پر مخ بیا یي، او ددې سره سره د خېر ښېګړې یو شمیر نور کارونه هم ترسره کوي ـ ـ
XS
SM
MD
LG