د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لواړګي کې چاودنه ، لسګونه کسان مړه او ژوبل


د پاکستان په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ کې چاودنه شوې ده چې په کې شلو نه زیات کسان وژل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال دسیمې د پولیټیکل ایجنټ مرستیال په حواله وايي چې په دې چاودنه کې له پنځوسو زیات نور کسان ژوبل شوي هم دي.خود لواړګي د روغتون ډاکټر اعظم وزیر بیا مشال ته وویل چې په دې چاودنه کې د ماشومانو په ګډون له اویاوو زیات کسان ژوبل شوي دي.


د مشال راډیو خبریال وايي، په روغتون کې عمله هم کمه ده او په طبي مرستو کې مشکلات دي.

د خیبر چارواکو ویلي، چاودنه د یوه پک اپ موټر په ذریعه شوې ده. چارواکي وايي، په دې پک اپ کې بارود ایښودل شوي ول.

یو ژوبل کس د پېښې د ځای نه د ټیلي فون په کرښه مشال راډیو ته وویل :

(( د قچرو کوڅه کې چاودنه وشوه،زه هم زخمي شومه ، دلته پروت یمه، هرسړی په خپل ځان دی، وینې وینې او غوښې غوښې لیدل کیږي. مخ او سینه مې لګیدلي، دعا کوئ چې ښه شمه. ))

دسیمې خلک وايي داسې ښکاري لکه ددې چاودنې نخښه چې د سیمې دامن د لښکر غړي به وو. په یاده سیمه کې ذخه خیلو قبایلو دامن لښکر جوړ کړی دی، چې په سیمه کې دامن د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي.

تر اوسه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG