د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار عملیات، ګڼ وسله وال وژل شوي


د افغان ملي پوځ یو سرباز
د افغان ملي پوځ یو سرباز



سید شاه سقیم - کندهار

امنيتي چارواکي وايي چې په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کې يې له تېرو دوو اونيو را هسې د عملياتو او پلټنو په پايله کې اته دېرش تنه وسله وال طالبان وژلي او نهه ويشت نور يې ژوندي نيولي دي.

د کندهار د امنيت امر رحمت الله اطرافي وايي چې په تېرو دوو اونيو کې يې يو سل او شپېته ګزمې کړي دوه سوه څلوېښت ځلي يې کمينونه او نيولي او لس ځله يې د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات کړي دي. دی وايي.

(( اته دېرش تنه وسله وال وژل شوي چې نولس یې په شوراوک او بولدک کې سرحدي پوليسو وژلي. نهه ويشت نفره مو ژوندي نيولي دي ، يو نفر اختطافګر نيول شوی.يو سل او شپږ اويا حلقې ماينونه، شپاړس فايره د هاوان مرمۍ، يو سل او شپږ کيلو بارود دي، يو سل او دوه نوي ريموټ کنټرول ماينونه، شپږ سوه فايره د پيکا مرمۍ او نهه عرادې موټر سايکلان هم نيول شوي دي ))

اطرافي زياتوي چې د پلټنو پر مهال يې پوليسو څوارلس تنه نور هم د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي چې زيات يې غله او سړي تښتوونکي دي.

د ده په خبره په زياته اندازه نشه يي توکي او د نشه يي توکيو اوولس تنه لېږدونکي يې هم په لاس ورغلي چې دا مهال له دوی سره دي.

تر اوسه پورې د دولت مخالفو وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په تېره څه موده کې په کندهار کې د وسله والو د وژل کېدو تر ټول لوړه شمېره ده چې د عملياتو پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
XS
SM
MD
LG