د لاسرسي ځای

په فاټا کې پولټيکل انتظامیه سیاسي هلې ځلې نه غواړي




خالد خان - مشال راډيو

پېښور:- د خيبر پښتونخوا سياسي ګوندونو په پولټيکل انتظاميه تور لګوي چې په قبائلي سيمو کې د سياسی هلو ځلو او اصلاحاتو په عملي کولو کې خنډ رامينځ ته کوي.

په پېښور کې د خيبر پښتونخوا د ګورنر مسعود کوثر په مشري کې د پنجشنبې په ورځ شوې غونډه کې د بيلا بيلو سياسی ګوندونو مشرانو د اصلاحالاتو په نه عملي کولو تنقيد وکړی.

ځينو سياسی ګوندونو وويل پوځ او پولټيکل انتظاميه خنډ دي، ځينو بيا وويل چې تر څو په سيمه کې بهرني مشکوکه ترهګر وي تر هغو اصلاحات نشي عملي کيدلې.

د جمعیت اسلامي صوبايي امیر پروفیسر محمد ابراهیم پر پولیټکل انتظامییه (په فاټا کې د پاکستان د مرکزي حکومت استازي) تور ولګاوه چې په قبایلي سیمو کې د پولیټیکل اېکټ(د سیاسي هلوځلو قانون) غځېدو وروسته که څه هم د دوی ګوند غونډې کړې خو دده په خبره پولیټکل انتظامییه هلته سیاسي هلې ځلې نه خوښوي. نوموړي د پاکستان پر پوځ تور پورې کړ چې هغوی په فاټا کې اصلاحات نه غواړي.

د عوامي نېشنل پارټۍ یو مشر او وکیل لطیف اپریدي وویل چې ترڅو په قبایلي سیمو کې بهرني ترهګر موجود وي، سیاسي هلې ځلې هیڅکله نه شي کامیابېدای. همدا خبره د عوامي نېشنل پارټۍ یو بل مشر چارواکي ارباب خلیل هم وکړه چې قبایلي ولس د بهرنیو ترهګرو لخوا یرغمل شوی دی چې ترڅو هغوی له سیمې نه وي وتلي نه هلته سیاسي آزادي راتلای شي او نه هم د انساني حقوقو تصور کیدای شي.

د ولسمشر آصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر وویل چې په قبایلي سیمو کې به امن په اصلاحاتو راځي او د دوی ګوند به د اصلاحاتو عملي کولو لپاره هلې ځلې کوي.

د خيبر پښتونخوا ګورنر مسعود کوثر داخبره و منله چې ګواکې بيوروکريسي او ځيني نورې کړی د اصلاحاتو په مخ کې خنډ دي خو ویې ويل دوی يې بيا هم عملي کيدو ته ژمن دي. هغه زیاته کړه چې د فاټا لپره سیاسي اصلاحات ډېر وخت پس راغلي او عملي کېدل به یې هم وخت ونیسي.
XS
SM
MD
LG