د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان راته د افغانستان جګړه ګرانه کړېده


د امريکا دفاع وزير لیون پينيټا
د امريکا دفاع وزير لیون پينيټا


هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- د امريکا دفاع وزير لیون پينيټا د شورو په ورځ د دې هېواد د سينيټ يوې استماعيه غونډې ته وويل چې د ناټو د اکمالاتو پر وړاندې د پاکستان د لارو بندېز د دې سبب شوی چې د افغانستان په جګړه هره مياشت د امريکا د ماليې ورکونکيو ۱۰۰ مېليينه ډالره زيات ولګېږي-


راپورونه وايي د افغانستان د جګړې د لګښتونو(مصارفو) په اړه د پينټاګون دغه احصايې، چې تر اوسه پټې ساتل شوې وې، ښايي د امريکا د کانګرس هغه کار، چې غواړي په يوه او يا په بله طريقه د بودېجې کسر راکم کړي، يو څه اسانه کړي- د امريکا په سينيټ کې د دفاع د وزير نه پوښتنه وشوه چې آيا دی غواړي چې پاکستان ته ملاوېدونکې مرستې يوه مخ ودرول شي؟ نوموړي په ځواب کې وويل چې د دغسې يوه وړانديز کولو پر وخت به له ډېر احتياطه کار واخلي- د امريکا دفاع وزير البته له کوم تفصيل ورکولو پرته زياته کړه، زه به غواړم د هغو حالاتو جايزه واخلم چې موږ پکې له پاکستانه د څه کولو تمه لرو-


ليون پينيټا له امريکايي سينيټرانو سره په دې خبره موافقه شو چې کانګرس ته د يوه مکتوب په لېږلو کې به مرسته وکړي، چې له پاکستان سره په نظامي او غير نظامي برخو کې د امريکايي مرستو د څرنګوالي په اړه د ده وړانديزونه به پکې شامل وي-


راييټرز اژانس په عين وخت کې ليکي، د ليون پينيټا د شورو د ورځې څرګندونې وروسته تر هغه مخې ته راغلي چې نوموړي څو ورځې وړاندې اول دهلي او بيا کابل ته په خپلو سفرونو کې د معمول خلاف تنده لهجه استعمال کړه او د پاکستان دننه د ترهګرو ډلو د خوندي ځايونو د شتون د موضوع په يادولو يې وويل چې نوره نو د دغه هېواد پر وړاندې د امريکا د صبر کاسه ډکه شوې ده-


ښاغلي پينيټا د امريکا سينيټ ته وويل، د تېرې نومبر مياشت راهېسې، چې پاکستان د ناټو پر مخ خپلې اکمالاتي لارې تړلي دي، دوئ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو اړتياوي له روسيې او منځنۍ آسيا له هېوادونو څخه د تېرېدونکيو شمالي لارو پوره کوي، چې له وجې يې د نوموړي په خبره، د افغانستان جګړه ورته د پيسو له پلوه ډېره ګرانه تماميږي-


يو امريکايي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي، راييټرز اژانس ته تصديق کړی چې دغه شاوخوا ۱۰۰ مېليین ډالره هغه پيسې دي چې امريکا يې هره مياشت ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو په برخه کې زیاتې مصرفوي-


پاکستان د ناټو پر وړاندې خپلې اکمالاتي لارې وروسته له هغه وتړلې چې د دې سازمان جهازونو پروسږ کال د نومبر مياشت په ۲۶ مه نېټه د مومندو په سلاله چيک پوسټ بمباري وکړه او ۲۴ تنه پاکستاني عسکر يې ووژل-


امريکا د تېر ګل په ورځ وویل چې له پاکستان سره يې د ناټو د اکمالاتو په باب د تېرې يوې مياشتې راهېسې پيل کړې خبرې بې نتيجې پای ته رسېدلې دي- وييل کېږي چې د دغو خبرو د ناکامۍ غټ لامل د پاکستان له خوا په خپل هغه يو دريځ دوامدار ټينګار دی چې وايی، امريکا دې د مومندو د پېښې له پاره رسمي بښنه وغواړي- خو د امريکا دفاع وزير ليون پينيټا د دې هېواد سينيټ ته وويل چې يوازې دغه موضوع نه ده، بلکه د دواړو هېوادونو تر منځ يو شمېر نور اختلافي مسايل دي، چې بايد حل ته يې لاره وميندل شي-
XS
SM
MD
LG