د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سپينو زرو بنګړی




بازمحمد عابد، مشال راډيو

جلال اباد:= د پښتني کلتور په ښځينه سينګاري توکو کې يو هم د لاس کړۍ ده چې په لږ توپير سره په وښي، باهو او د سپينو زرو په بنګړي يادېږي. کلونه پخوا به د سپينو زرو همدې کړۍ د ناويانو د سينګار برخه جوړوله، خو اوس يې ځای په ډير توپير سره د سرو زرو بنګړو نيولی دی.

کله چې مو د يوې سپين سرې مور څخه د لاس کړۍ په اړه وپوښتل هغې راته وويل:

« پخوا به د سرو زرو بنګړي وو، ناويانو ته به يې په لاسونو کې اچول، باهو به يې هم ورته ويلو. قسم قسم غمي به يې په کې کارولي وو. نقشونه به په کې جوړ وو. موږ به اچول. ټول مړونډ به يې نيولی و. اوس یې ځای د سرو زرو بنګړو نیولی دی.»

د رابعې په نوم يوه نجلۍ وايي چې د نياګانو له وخته ورته همدا کړۍ پاتې دي او په ځانګړو مراسمو کې يې له افغاني کاليو سره په لاس کوي.

« پخوا چې زموږ نياګانو کوم څيزونه استعمالول اوس موږ ته راپاتې دي، لکه وښی، ټيکه، د سپينو غاړکۍ، چې په ډير ساده ډيزاين سره جوړ شوي او رقم، رقم غمي په کې کاريدلي، ډير ښه ښکاري. اوس يې په ځانګړو مناسبتونو لکه ودودنو او ملي ورځو کې له افغاني ګڼ / جامو سره اچوو، دا ځکه چې دا زموږ کلتور ښيي.»

د ثنا په نوم يوه بله نجلۍ وايي چې که څه هم اوس د سينګارتوکو بڼې بدلې شوي خو بيا يې هم خلک خوښوي.

« د لاس کړۍ، ګوتمې او غاړکۍ په اوس وختونو کې بيا رواج شوي دي. که په افغانستان کې نه وي نو د پاکستان څخه يې ښځې راغواړي، خو اوس يې ډيزاينونه بدل شوي دي. اوس په کې په ماشين نقشونه جوړيږي او پخوا به په لاس په کې جوړيدل. زما هم ډير خوښيږي، ځکه چې اوس يو دود ګرځيدلی دی »

خو د فريبه په نوم يوه بله نجلۍ ارمان لري چې د سرو زرو بنګړي دې ولري.

« پخوانۍ کړۍ خو له اوسنيو سره ډير توپير لري، پخوا به له سپينو زرو څخه جوړيدې اوس له سرو زرو څخه جوړيږي.او زه ارمان لرم چې د سرو زرو کړۍ دې ولرم چې ښايسته ډيزاين وي او رقم رقم غمي په کې وکاريږي.»

ياده دې وي چې وښی، باهو او د لاس کړۍ چې پخوا به د سپينو زرو څخه جوړيدلې، اوس په تاريخی اثارو کې شميرل کيږي او ځای يې د سرو زرو بنګړو نيولی، چې د ګرانۍ په دې دور کې ترينه ډيرې ناويانې محرومې پاتې کيږي.
XS
SM
MD
LG