د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو ته د منځنۍ اسیا لاره ډېره ګرانه پرېوزي




ګل اياز، مشال راډيو
سرچينه: د امريکا غږ او رويټرز خبري اژانس

په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونو لپاره د سامانونو وړلو لارې له شپږو مياشتو راهېسې تړل شويدی چې له کبله يې ناټو د منځنۍ اسیا له لارې د خپلو سامانونو په جګو نرخونو وړلو ته مجبوره ده.

په پاکستان کې د امريکا سفير کيمرون مونټر د چارشنبې په ورځ هغه رپورتونه رد کړي چې ګني د امريکا مرکچيانو له پاکستان سره خبرې اترې شلولې دي. دی زياتوي چې امريکا، پاکستان ته انتظار باسي.

((د امريکا يو تينیکي ډله د خپل کار پوره کيدو وروستو ستنه شوې. موږ د پاکستان له لوري سياسي فيصلي ته منتظر يوو او هيله ده چې زر به د سامانونو وړلو لارې پرانستل شي او ګډې موخې به ترلاسه کړو.))

د دواړو هيوادونو ترمينځه د تفاهم هلې ځلې له هغه وروسته تر بل هر وخت زياتې متاثره شوي کله چې پاکستان له امريکا نه د سله لا پيښې په اړه د بښني غوښتنه وکړه، په هغه پيښه کې ۲۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.
بلخوا د امريکا د دفاع وزير ليون پانيټا په دې وروستيو کې په پاکستان سختي نيوکې کړې چې دغه هيواد د اورپکو پټن ځاينو د ختمولو په لړ کې ګامونه نه پورته کوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزيرې حنا رباني کر د چارشنبي په ورځ ويلي اوس د ناټو د رسد لارې بيا پرانستلو لپاره شرطونه پټ پنا خبرې نه دي بلکې هر څه څرګند دي.

((امريکا ته ډيره ښه مالومه ده چې زموږ ضروتونه او اړتياوې څه دي چې موږ پر هغه لوري د تلو او فيصله کولو جوګه کړي.))

رويټرز خبري اژانس د پاکستان د بهرنو چارو وزيري حنا ربانی کر له خولې وايي چې له امريکا سره د ناټو د رسد لارې پرانستلو او اړيکو پر ځای کولو په اړه خبرې اترې د پاکستان د هاغو غوښتنو له وجي نه دي پرې شوې چې د ګاډو پر سر زياتي پيسې واخلي.

رويټرز خبري اژانس د يو لوړ پوري امريکايي چارواکي له خولي وايي چې د پاکستان حکومت دي د اړيکو پرځای کولو لپاره د ناټو د رسد لاري پرانېزي. د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسن د چارشنبي په ورځ د اسټريليا په سفر هيله څرګنده کړې چې منځنۍ ايشيا له هيوادونو سره د ټرانزټ معاهدې باوجود هم پاکستان لارې پرانستلی شي.
XS
SM
MD
LG