د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: د درې کلن ماشوم قاتلان ونیول شو





د ضلع هنګو پولیسو د درې کالو ماشوم محمد الیاس په قتل کې ککړ۳ کسان ونیول.

پولیس مشال راډيو ته ویلي نیول شویو کسانو ورته منلې چې د محمد جان له کورنۍ سره یې سره ذاتی لانجه وه او د هغې له وجې یې دغه ماشوم محمد الیاس په یو کورکې تر ۳ ورځو پورې له ساتلو وروسته ووژلی.

پولیس د ملزمانو له خولې وايي پر درې کلن ماشوم یې تیزاب شیندلي چې له نیمې ګنټې وروسته د دوی په خبره هغه مړ شو او بیا یې د ټل په قبرستان کې ښخ کړ.
پولیس زیاتوي محمد الیاس د روانې جون میاشتې د ۳ او ۴مې نیټې ترمینځ شپه کې تری تم ( غائیب) شوی وو.

له رپوټېدو وروسته پولیس کاروايي وکړه او عبدالحمید، صادق خان اوشفیغ الله په نامه ملزمان یې ګرفتارکړو
محمد الیاس د ټل سیمې سرې غنډی سره تعلق لرلی او نیول شوي ملزمان د دوی ګاونډیان وو.
XS
SM
MD
LG