د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورځپاڼې د امریکا لپاره هند متبادل ملګری


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هند لومړي وزیر من موهن سره په غېږ روغبړ کوي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هند لومړي وزیر من موهن سره په غېږ روغبړ کوي.



ژباړه: ملیحه امیرزاده

فارن پالیسي مجله ليکي که څه هم په دې ورستیو کې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا افغانستان ته دوره ناڅاپه وه خو بیا یې هم د پاکستان په اړه په آزاده ډول خبرې وکړی. نوموړي په څرګنده وویل چې امریکا ورو ورو د پاکستان په اړه خپل صبر له لاسه ورکوي . چې دده په خبره د طالبانو او القاعده سره تړلې ډلې حقاني شبکې پر ضد ګامونه اخیستو په باب ژمنتیا نه لري . یاده ډله په افغانستان کې میشت د امریکایانو پر ضد په پاکستان کې له پټڼ ځایونو حملې کوي.

مجله ليکي دغه امریکایی پیغام د پاکستان او امریکا تر مینځ د تعلقاتو په نوی اړخ رڼا اچوي او زیاتوي د اوباما انتظامییه اکثره د حقاني شبکې پر ضد د کاروایي کولو د موضوع سره په اسلام آباد فشار راؤړل غواړي.

خو د مجلې په خبره په دې ورستیو کې د دواړو هیوادونو تر مینځ تعلقاتو کې د کړکیچ لویه وجه لکه څنګه چې پنیټا وایي دا ده چې د پاکستان په اړه د امریکا په صبر کې کمی دی چې د دواړو تر مینځ د تعلقاتو د خاتمې د شوروعاتو نښې ورکوي.

امریکا د پاکستان له رویې مطمینه نه ده. او زیاتوي پاکستان د تېرو لسو کلونو راهیسې د امریکا په سټریټیژيکي قدرونو پوهیږي.

مجله ليکي په یوه لسیزه کې په اول ځل په تعلقاتو کې بدلون نه یواځې د امریکا لخوا نا خوښي څرګندوي بلکې دا هم چې امریکا غواړي زر د پاکستان متبادل هیواد پيدا کړي. پنیټا په هند غږ وکړ چې افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره دې خپل لا نور مضبوط رول و لوبوي. د پاکستاني چارواکو لخوا په رد عمل کې په افغانستان کې د استحکام راوستلو د هڅو هر کلی شوی خو دمجلې په خبره بیا د پردې شا ته به لازماً د پنیټا بیان ته په دې نظر کتلای شي چې په جنوبي اسیا کې هند برلاسی کول غواړي.

بلخوا ګارډین ورځپاڼه د یوی څیړنیزي ادارې پيو ریسرچ سینټر د یو رپورټ په حواله ليکي په نړۍ کې په پراخه کچه د اوباما انتظامیی لخوا مشکوک ترهه ګر د نښه کولو لپاره د ډرون بریدونو د استعمال مخالفت کیږي. ورځپاڼه ليکي ادارې د شورو په ورځ ویلي په پوښتل شویو 21 هیوادونو کې په 17و کې له نیمیايي زیاتو خلکو د امریکایی ډرون بریدونو په اړه ناخوښي څرګنده کړې چې په پاکستان، یمن او صومالیه کې د تره ګرو ډلو په نښه کولو لپاره کیږي.

خو بیا په امریکا کې 62 فیصد یا له نیمیايي زیاتو خلکو د ډرون کیمپین حمایت وکړ چې د امریکایی ولس نظر ښکاره کوي. د ورځپاڼې په خبره سپينې ماڼۍ د رپورټ په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې. د اوباما انتظامییه د القاعده خلاف جنګ کې د پخوانۍ جګړې په پرتله ډرون بریدونه تر ټولو موثره آله ګڼي ځکه چې د بریدونو سره کم نه کم امریکایان وژل کیږي او مقصد یی دا وي چې په نړۍ کې د اجازی وړ ګڼل شي ځکه چې د ډرون بریدونو سره په زمکني کچه د امریکایی پوځيانو موجودیت کم نه کم وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG