د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په شام کې د کورنۍ جګړې حالت دی"




د ملګرو ملتونو سوله ساتې ادارې مشر هرويو لاډوس وايي شام د کورنۍ جګړي په حالت کې دی . بلخوا د امريکا د بهرنو چارو وزيري هيلري کلنټن روس تورن کړي چې جګړي ته لمن وهي او د بريدونو لپاره يې بشار السد ريجیم ته هيلي کاپټرې ليږلې دي.

ماسکو په دي اړه سمدستي غبرګون نه دي ښودلی خو وړاندي روس دغه شان تورونه رد کړي وو.

بلخوا په ال حفا ښار ګوتي کې د ملګرو ملتونو پر څارونکو هلته د د رسيدو پر مهال ډزې شوې، پر هغوی یې کاڼي او سيخان اورولي دي.

دغه سيمه د مخاليفينو په ولکه کې ده. د بشري حقونو کارکونکې وايي د ريجم وفادرانو دغه بريد کړي.

حکومتي ځواکونه په ال حفا ښار د تير يوې اونۍ راهسي توغندي اوروي . په شام کې د بشري حقونو د څار اداره وايي د تيرې نهي په ورځ په ټول هيواد کې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي دي چې ډيری يې ملکي وګړي دي. د دې رپورټونو ازاد سرچينو تصديق نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG