د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزل وتلی هنر مند مهدي حسن ومړ


مهدي حسن
مهدي حسن



فرخنده وزیر - مشال راډيو

پراګ:- د اردو ژبې د موسیقۍ وتلۍ هنر مند او د غزل بادشاه مهدي حسن نن په کراچۍ کې د اوږدې ناروغۍ وروستو په روغتون کې ساه ورکړې. د هغه عمر پنځه اتیا کاله وو. مهدي حسن د تیرو دولسو کالو راهیسې ناروغه وو، چې د علاج لپاره ورته د هند حکومت بلنه هم ورکړې وه، د هغه د فن ملګري وایې، مهدي حسن له ځان سره یو دور یوړو، خو اواز به یې تل ژوندی وي.

د غزل بادشاه مهدي حسن په ۱۸م جولایې ۱۹۲۷ کال کې د هند په راجستان ریاست کې زیږیدلی وو، او د موسیقۍ لومړنۍ تربیت یې د خپل پلار استاذ عظیم نه تر لاسه کړی وو.

د پاکستان جوړیدو وروستو د خپلې کورنۍ سره یې له هنده هجرت وکړ، په ۱۹۵۷ م کال کې یې په ریډیو پاکستان کې په لومړي ځل سندرې وویلې ، او له دې وروستو د مهدي حسن اواز نه یوازې په پاکستان بلکې په هند ، افغانستان او په نورو هیوادونو کې هم خپل داسې مینه وال پیدا کړل، چې تر ننه پورې یې د هغه غږ په زړونو کې ساتلی.
د پښتو موسیقۍ وتلی هنر مند خیال محمد استاذ وایې، مهدي حسن په خپل وخت کې ډیر محنت کړی وو، او د خپل فن سره یې ډیره مینه لرله....



د ۱۹۵۰م په لسیزه کې چې کله هغه له ريډیو پاکستانه د خپل هنر پیل وکو ، نو په هغه وخت کې استاذ برکت علي خان، بیګم اختر او مختار بیګم خلکو د کلاسیکل موسیقۍ په اړه ډیر پیژندل ، خو مهدي حسن د خپل خوږ اواز له وجې ډیر زر مشهور شولو. او له دغې وروستو یې په فلمونو کې هم سندرې ویل پیل کړ، د هغه اواز به تر ټولو زیات د پاکستان د فلمونو ستوري محمد علي باندې ښه راتلو ، خو په نورو فلمي ستورو لکه وحید مراد او ندیم باندې هم د هغه اواز سم راتلو. یو وخت داسې هم وو، چې د پاکستان فلمي موسیقي د هغه له غږ بغیر نه شوه کامیابیدای. او ملګري یې وایې د ۱۹۶۰م او ۷۰م لسیزه یوازې د هغه دور وو. استاذ خیال محمد وایې، په محفل کې هغه خپل یو رعب او اثر لرلو ، ........

مهدی حسن په هندوستان کې هم ډیر نوم لرلو، او دا وجه وه، چې هغه ته د هند حکومت له اړخه په جالندهر کې سیهګل ایوارډ هم ورکړل شوی وو، او هندي هنر مندان وایې، د غزل بادشاه مهدي حسن نه یې ډیر څه زده کړي وو. د پاکستان حکومت هغه ته تمغه امتیاز او تمغه حسن کارکردګي او د هلال امتیاز په شمول یو شمیر جایزې ورکړي دي . د هند وتلې هنر منده لتا منګیشکر وایې، مهدي حسن قدرتي صلاحیتونه لرل. هغه د سږې او سینې ناروغۍ لرلې، اوله ډیره وخته مریض وو.

د مهدي حسن د فن ملګري وایې هغه له ځان سره یو دور یوړو ، چې کمی به یې ګرانه وي یو څوک پوره کړي
XS
SM
MD
LG