د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وردګو کې سړک غاړې چاودنې ۵ افغان وګړي وژلي


افغان چارواکي وایې، په وردګ ولایت کې د سړک غاړې یوې بمي چاودنې پنځه عام وګړي وژلي دي.د دغه صوبې ویاند شاهد الله شاهد اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، دغه چاودنه په یو وړوکي بس شوې ده ، چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

په بس کې سپاره څلور کسان د پیښې ژوندي راوتلي دي. د پیښې پړه لا چا په غاړه نه ده اخیستې. په افغانستان کې اکثره وسلوال طالبان د سړک غاړې بمي چاودنې په غربي ځواکونو او افغانانو کوي، خو اکثره پکې عام خلک په نښه کیږي ، چې دغه سړکونه استمالوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG