د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې لسګونه کسان تر کنډکپرو لاندې دي


افغانستان: په بغلان کې د زلزلې یو عکس
افغانستان: په بغلان کې د زلزلې یو عکس



افغان چارواکي ویره لري چې د بغلان ولایت په پرونۍ زلزله کې به شاوخوا سل تنه مړه شوي وي.

پرون بغلان او شاوخوا سیمې دوو پرله پسې زلزلو ولړزاو. له زلزلې وروسته د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ په «سای ازاره» کلي کې د یوه کمر له ښووېدو دویشت کورونه ونړېدل.

ژغورونکو تر پرون ناوخته پوري د تباه شوو کورونو تر کنډکپرو لاندې د دوو کسانو مړي راایستلي دي .
د بغلان والي منشي عبد المجید مشال ریډیو ته وویل، زلزلې څلورو ولسوالیو ته زیات نقصانونه رسولي دي.

د بغلان والي اټکل وکړ چې ښايي د پنځوسو او سلو ترمنځ کسان به تر کنډکپرو لاندې شوي وي.
افغان چارواکي وايي زلزلې د بغلان ولایت دره ازاره کلی تر ټولو زیات ځپلی دی.

دغلته یو ۶۵ کلن عبدالله چې د خپلې کورنۍ اته غړي یې بایللي وایې، (( زموږ مړي تر کنډکپرو لاندې دي، ما د ګاونډيو سیمو اسای ازاره ، فلول او نورو کلیو خلکو ته غږ کړی، چې راشی ، او تر کنډکپرو مو لاندې کسان راسره وباسی.))

په کابل کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې مشر غلام فاروق وایې، په زلزله کې ډېری تری تم شوي ماشومان او ښځې دي.

د دې زلزلې ټکانونه په کابل او دغه راز د بغلان په شاوخوا ولایتونو کې هم احساس شوي دي.
XS
SM
MD
LG