د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په شام کې د بوسنییا غوندې حالات دي"




ژباړه : ملیحه امیرزاده

فاینېنشل ټایمز لیکي په شام کې د مخالف ډلې یو خبري چینل د ملګرو ملتونو څار ډله ښودلی چې په یو روغتون کې د مرده خانې دوره کوي.

د ملګرو ملتونو مشن له هغې وروسته په شام کې د کورنۍ جګړې خبردارې ورکړی چې څار ډلې یې په مرده خانه کې ۹۲ مړي چې ۳۲ ماشومان پکې شامل دي، لیدلې دي.

ورځپاڼه ليکي په ورستیو کې په هولا ښار کې له سلو زیاتو ولسي وګړو د وژنې وروسته شام د غربي نړۍ نه نور هم په جدا کېدو دې. د اتوار په ورځ د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ولیم هیګ په شام کې د مغربي پوځي مداخلت خبره رد کړه.

نوموړي دا و منله چې په هیواد کې د نیټو کاروایي به د لیبیا د کاروايي په پرتله ډېره پيچلې وي. چې له امله یې د معمر قذافي حکومت نسکور شو ، خو زیاته یې کړه چې که په شام کې حالات هم دغه شان روان وي نو بیا د کاروایي امکان په مکمل ډول له پامه نه شي غورځېدلای.

د ورځپاڼې په خبره په شام کې مخالف فعالین ادعا کوي چې شامي حکومت په مرکزي ښار حمص کې نوې کاروایې شورو کړې. بل خوا د بهرنو چارو وزیر ولیم هیګ سکای نیوز خبري چینل ته ويلي په شام کې حالات د نویمې لسیزې په موده کې د بوسنیا د حالاتو په شان ښکاري چې پکې نسلي شخړه مخې ته راغلې وه او خوا او شا کلیو په یو بل حملې کولې.

ورځپاڼه زیاتوي په بریتانیا کې د شام د بشري حقونو د څار اداره وایې د خالي په ورڅ لږ تر لږه ۳۳ کسان په دغه هیواد کې په داسې حال کې وژل شوي دي چې د دواړو خواؤ تر مینځ د دوه میاشتو راهیسې لګېدلی اوربند له پامه و غورځول شو.

ورځپاڼه ليکي د ملګرو ملتونو د څار ډله په قوبیر سیمه کې د ټول وژنې د تحقیق لپاره تېره هفته تللې وه چې حکومت یې ذمه واري نه قبلوي او وژل شوي کسان تره ګر بولي. حکومت د دې وجه هم نه ده بیان کړې چې ولې یې وړاندې دملګرو ملتونو د څار ډله قوبیر ته نه پریښودله.

بل خوا ډپلومیټان او نور څارونکي وایې په شام کې مداخلت د روس او چین د ملاتړ بغیر نه دې ممکن. دغه دواړو هیوادونو دوه وارې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د قرارداد مخالفت کړی دی. د دې پر ځای روس د یو نړیوال کانفرنس وړاندیز ورکړې خو واشنګټن د ماسکو د هغې غوښتنې سره اعتراض لري چې ایران دې هم پکې شامل کړل شي.

ورځپاڼه لیکي د اسرایېل وزیراعظم بین یامین نیتن یاهو تېره هفته خپلې کابینې ته د غونډې پر مهال ويلي د شام حکومت د خپل ولس په وړاندې ټول وژنه کوي او د شام سره د مرستې لپاره یې ایران او د لبنان حزب الله ډله تورنه کړه.

بل خوا د شام قامي شورا چې یو کرد فعاله یې نوې مشر ټاکل شوی، پرې تنقید کیږي چې مخالف ډله په یو ځای کولو کې پاتې راغلې. او د فعالینو سره یې رابطه په کمېدو ده.
XS
SM
MD
LG