د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورځپاڼې: د امریکا تر ټولو اوږده جګړه


ژباړه: فرخنده وزیر


په امریکایې ورځپاڼه کرسچین ساینس مانیټر کې لیکوال سکوټ بالډوف لیکي، د افغانستان جنګ د امریکا په تاریخ کې یو تر ټولو اوږد جنګ دی، چې یولس کاله یې پوره کیږي. په دغه جګړه کې امریکایې پوځ په اربونو ډالرې مصرف کړې، او د افغانستان د خوندي کولو لپاره یې خپلې پوره هڅې کړي. خو پوښتنه دا ده، چې په اخره کې امریکا په دغه هیواد کې خپل ټاکل شوي اهداف تر لاسه کړل او که نه.

لیکوال وایې ، اوس چې کله په امریکا کې انتخاباتو ته ډیر لږ وخت پاتې شو، نو دغه پوښتنه ډیره ضروري ده ، چې ځواب یې ورکړل شي، او دا داسې پوښتنه ده، چې ډیر افغانان یې هم په داسې وخت کې تپوسي، چې د ۲۰۱۴م کال ترپایې پورې به نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د امریکا د پوځ یو ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې وایې، دوی د القاعده په له مینځه وړلو کې مهم پرمختګ کړی، د افغانستان ملي پوځ یې جوړ کړی، چې ددې جوګه دی، په راتلونکیو کې به د خپل ملک د خوندي ساتلو ذمه واري تر سره کوي ، او د کورنیو او بهرنیو دښمنانو مقابله کوي.

مرستندویه هیوادونه دا هم وایي، باید په افغانستان کې د سیاسي ازادۍ، اقتصادي پرمختګ ، د تعلیم او پتېره د نجونو د زدکړې او مور او بچي د صحت ښه کولو لپاره زیات کار وشي.

ورځپاڼه دا هم لیکي ، باید د افغانستان د حکومت د مضبوطولو لپاره هم زیات کار وشي، او دا په دې پورې هم اړه لري ، چې راروان دوه کالونه به په دغه هیواد څنګه تیریږي، او که چیرې امریکا د خپلو شوو تیروتنو اصلاح وکړي، او په دغه ټولو خبرو کار وکړي، نو امریکا اوس هم دا موقعه لري، چې نړۍ ته وښیې ، دغه هیواد اوس خپل ځان پخپله ساتلای شي.

په عراق کې د ایراني مذهبي آیت الله خمیني تصویر پر یوه دیوال ټومبل شوی دی
په عراق کې د ایراني مذهبي آیت الله خمیني تصویر پر یوه دیوال ټومبل شوی دی
اخوا په امریکایې مجله نیشنل انټرسټ کې لیکوال کیوین لیم وایي، د څه وخت لپاره ایران د صدام حسین وروستو عراق کې خپل نفوذ زیاتول غوښتل. ایران غواړي، چې د صدام حسین په دور کې د دغه هیواد سره خپلې کشالې له مینځه یوسي. ایران هڅه کوي په عراق کې په یو غیر جنجالي حالت کې خپل نفوذ پراخ کړي، چرته چې د سعودي عرب وروستو زیات څه نا څه دوه سوه میلیونه شیعه مسلمانان اوسیږي، او ایران غواړي دغلته خپل موجودیت د نورو هیوادونو په مقابل کې زیات کړي، او د دې لپاره ورته ډیر څه کول دي.

په عراق کې د شیعه ګانو د مقدسو ځایونو له وجې ایران غواړی، په دغه سیمه کې چې د دوی لپاره ډیر اهمیت لري ، څنګ وکړل شي، خپل اثر وغځوي. له دې سره سره ایران په نورو هیوادونو لکه افغانستان او لبنان چرته چې هم شیعه ګان ژوند کوي، کله غواړی، یو سخت او کله یو نرم رول ولوبوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG