د لاسرسي ځای

تازه خبر

یورو فټبال اتلولي: سپېن و اټلي برابر




د فوتبال نړیوال اتل سپین او اټلي د یورو کپ فټبال اتلولیو کې د اتوار ورځ د سي ډلې پرانسیتونکې لوبه کې چې د پولېنډ په ګدانسک کې ترسره شوه، په یو –یو ګول کولو برابره شوه.

د وهمه لوبه د ایرلېنډ او کرویشیا ترمنځ د پولند په پوزنان ښار کې و شوه چې کرویشیا له آیېرلېنډه په ۳-۱ وګټله.

د غه ټیمونه په سي ګروپ کې لوبې کوي. د مقابلو په بل دور کې به کرویشیا له اټلي او ایرلېنډ له سپين سره مخامخېږي.

د ډي ګروپ لومړنۍ مقابله به نن په يوکراین کې ترسره کېږي چې انګلېنډ به له فرانس او یوکراین به له سویډن سره مقابله کوي.

ډنمارک او جرمني دواړود دغو لوبو په دوهمه ورځ په يوکراین کې خپلو رقیبانو هالېند او پرتګال ته ماتې ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG