د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډیورنډ کرښه ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول




د کندهار دولتي چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله يې د يو لړ عملياتو پر مهال څوارلس تنه وسله وال مخالفين وژلي دي . چارواکي وايي، دوی ته له وړاندې اطلاع وه چې د پاکستان له خاورې وسله وال وراوړي ځکه يې نو وار له مخه ورته ځانونه تيار کړي وو.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل مشال ريديو ته ددې پيښې په باب وویل،” د افغانستان امنیتي سرچینو ته مالومات ترلاسه شول چې یوه وسله واله ډله له پاکستان څخه افغانستان ته د اوړي چې دلته مو په هیواد کې ورنکارې کړنې ترسره کړي، افغان امنیتي ځواکونو د سپین بولد په شاوخوا کې د هغوی پر ضد عملیات وکړل چې پکې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ګڼه وسله مو ترې ونیوله.٬٬

ویاند جاوید فیصل وايي چې د وژل شویو مخالیفینو مړي لا هم په سیمه کې شته دي.

افغانستان او هلته د امریکا په مشری نړیوال ځواکونه په بیا بیا پر پاکستان زور راوړي چې په خپله خاوره کې دې د وسله والو پټن ځايونه له مينځه يوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG