د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډیورنډ کرښه ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول



سید شاه سقیم - مشال راډيو

د کندهار دولتي چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله يې د يو لړ عملياتو پر مهال څوارلس تنه وسله وال مخالفين وژلي دي . چارواکي وايي، دوی ته له وړاندې اطلاع وه چې د پاکستان له خاورې وسله وال وراوړي ځکه يې نو وار له مخه ورته ځانونه تيار کړي وو.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل مشال ريديو ته ددې پيښې په باب وویل،” د افغانستان امنیتي سرچینو ته مالومات ترلاسه شول چې یوه وسله واله ډله له پاکستان څخه افغانستان ته د اوړي چې دلته مو په هیواد کې ورنکارې کړنې ترسره کړي، افغان امنیتي ځواکونو د سپین بولد په شاوخوا کې د هغوی پر ضد عملیات وکړل چې پکې ۱۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ګڼه وسله مو ترې ونیوله.٬٬

ویاند جاوید فیصل وايي چې د وژل شویو مخالیفینو مړي لا هم په سیمه کې شته دي.

دی وايي د وسله والو پر ضد عمليات بهرنيو او کورنيو سرتېرو په ګډه کړي دي.

فيصل زياتوي چې څو تنه وسله وال چې له جګړې څخه روغ پاتې شوي وو بېرته پاکستان ته تښتېدلي دي.

د ده په خبره عمليات اوس هم روان دي او کېدای شي په سيمه کې پټ پاتې وسله وال هم ووژل شي.

دې ته ورته وړمه شپه د کندهار په يوه بله سرحدي ولسوالۍ ښوراوک کې هم د پوليس او طالبانو تر مېنځ په نښته کې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي چې دوه يې پاکستانيان دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي چې له وژلو شويو پاکستانيانو څخه يې د پاکستان شناخت کارټونه هم تر لاسه کړي دي .

که څه هم افغان چارواکيو په بیا بیا ويلي دي چې له پاکستانه له دوی سره د جګړې له پاره وسله وال را لېږل کېږي خو پاکستان يې په وار وار ادعاوې بې اساسه بللې دي.

افغانستان او هلته د امریکا په مشری نړیوال ځواکونه پر پاکستان دا زور هم راوړي چې په خپله خاوره کې دې د وسله والو پټن ځايونه له مينځه يوسي.
XS
SM
MD
LG