د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار په هديرو کې نور مړي نه ځايېږي





سید شاه سقیم – مشال راډيو

کندهار:- د کندهار اوسېدونکي وايي نور يې نو په پلرنيو هديرو کې دومره ځای خالي نه دی پاتې چې دوی پکې خپل مړي خاورو ته وسپاري .

د دوی په خبرو په په زړو هديرو کې خلکو په هغو ځايونو کې لا هم مړي ښخ کړي دي چې يا به پکې مړي لمبول کېدل او يا به د جنازې لمونځ ورکول کېده.

د کندهار والي توريالی ويسا وايي چې کندهار ښاريان رښتيا وايي او دا مهال يې په هديرو د دوی د موړو ښخولو د پاره نور ځای نه دی پاتې .

دی وايي د کندهار ښاروالۍ په مټ يې اوس د مړو د ښخولو له پاره په درې زره جريبه ځمکه يوه نوې هديره جوړه کړې ده .

(( زموږ مړي ډېر محترم دي. په پخوانيو هديرو کې چې دېرش څلوېښت کاله وړاندې جوړې شوې وې. اوس د مړو د ښخولو له پاره ځای نه دی پاتې اوس مو په زرګونو جريبه ځمکه ورته دغه نوې هديره جوړه کړې ده ))

والي ويسا زياتوي چې په دغه هديره کې به د مړو د لمبولو، جنازې ورکولو ، جومات او د خلکو د اودس کولو ځايونه هم جوړ شوي وي.

دکندهار ښاريانو تر دې وړاندې خپل مړي د ښار په بېلابېل هديرو کې خاورو ته سپارل.خو اوس ټول همدغه يوه ځای ته را وړل کېږي.

د کندهار ښار غټه هديره د ښار له دو راهي څخه پيل کېږي چې بيا تر ارغنداب ولسوالۍ پورې د شا و خوا شل کيلو مټره تللي سړک يوې او بلې خوا ته غزېدلې ده. او زيات قبرونه پکې د هغو کسانو دي چې په جګړو او نا امنيو کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دغې هديرې د قبرونو شمېره که د کندهار تر نفوسو څو چنده زياته نه وي نو کمه يې هم ګڼئ.
XS
SM
MD
LG