د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګیلاني:د ناټو دلارو پریکړه به پارلیمان کوي



د پاکستان وزيراعظم یوسف رضا ګیلاني يو ځل بيا ويلي چې د ناټو د رسد د لارو د خلاصولو يا نه خلاصولو پريکړه به د پارليماني سفارشاتو مطابق کيږي.


يوسف رضا ګيلاني خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې پارليمان د اولسي خواهشاتو مطابق سفارشات ورکړيدي او ټولې فيصلې به دهغې مطابق کولی شي.

د ګيلاني دا بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې امريکا ويلي د دوی يو ټيم د پاکستان سره د ناټو د لارو د پرانیستلو په اړه په خبرو بوخت دی.

پاکستان افغانستان کې د ناټو پوځيانو لپاره د رسد لاره تير کال له هغه وروسته وتړله چې د ناټو په هوايي بريد کې يې ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل شول. پاکستان له امريکا غوښتي چې په دې پيښه دې بخښنه وغواړي خو امريکا لا تر دې دمه داسې نه دي کړي.

پاکستان وروسته له هغې د خپلې خاورې نه د ناټو د لاریو او کنټینرونو تیریدل ودرول چې تیر کال په سلاله امنیتي پوسته باندې امریکايي ځواکونو بمباري وکړه او په ترڅ کې یې د پاکستان د پوځ ۲۴ سرتیري ووژل شول.

د همدې پېښې پر سر د پاکستان او امریکې اړیکې چې لا هغه خرابې شوي، بیرته جوړې شوي نه دي.
XS
SM
MD
LG