د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ د اقتصادي مشکلاتو په لومه کې راګېره ده


سرچینه : ډان ورځ پاڼه
ژباړه : انیسه اجمل


ډان ورځ پاڼه کې منیر اکرم لیکي ،نن پاکستانیان غمژن دي خو ددوی لپاره دا لږه د تسلۍ خبره کیدای شي چې هغوی په دې غم کې یوازې نه دي.


د لیکوال په خبره د نړۍ تقریبا هره برخه د اقتصادي مشکلاتو ، سیاسي ګډ وډۍ او یا دواړو سره مخ ده.

د امن او استحکام د راتلو هیلې د زوال ښکار دي او هر اړخ ته مایوسي خوره ده .

په نړۍ کې د ټولو لوی اقتصادي بلاک یورپي یونین د غم سره مخ دی ، داسې ښکاري چې یونان ددغه اتحادیې نه په وتو دی . د یورپي یونین نه بهر برطانیه د اقتصادي بحران سره مخ ده .

د لیکوال په خبره د امریکا اقتصادي حالات د بهر نه لګ خراب دي ولې بیا هم د کال ۲۰۰۸ م د اقتصادي بحران د اثر نه لا نه ده بهر شوې.

په امریکا کی پیداوار کم شوی دی او بیروزګاري د اته في صده نه تر اتلس فیصده پورې راغلې ده او بجټ کې ورته هم زیان شوی دی.

مقاله لیکي د جاپان اقتصاد ته هم تېر کال د زلزلو او سونامی له وجی ډیر زیان رسیدلي دی.

دغه شان برازیل، روس ،هند چین او جنوبي ایشیا هم د مالي مشکلاتو سره مخامخ دي ،او په دې کې تر ټولو ښه ملک چین کې هم تېر کال د ودې شرحه د لسو نه تر اووه نیم فی صده پورې راغلې ده.

هند کې دغه شرحه د نهه نیم نه تر پنځه نیم فیصده پورې کمه شوې ده،او برازیل درې فی صده ته راغلی دی.

د لیکوال په اند، په نړۍ کې د سیاسي ګډ وډۍ جګړې مخ په زیاتیدو دي.

امریکا او ناټو د افغانستان نه په عزت سره وتل غواړی خو لا تراوسه يي ماتې نه ده منلې او ټوله غصه په پاکستان اوباسي.

همدارنګه، پاکستان دا وخت د یو شمیر سیاسي ،اقتصادي او ټولنیزو او پوځي ستونزو سره مخ دی، چې ډیرې خطرې ورسره تړلي دي. په جنوبي ایشیا کې نور هیوادونه د پاکستان نه لږ ښه دي.


منیر اکرم په پای کې لیکي، د تر قي یافته هیوادونو تر مینځ اړیکو او د نړۍ د اقتصادي بحران له وجې د ټولې نړۍ مسئلې لا هوارې شوي نه دي، او د غربت ،نا انصافۍ ،د خلکو بې کوره کیدو ، او ترهګرۍ ستونزې لاهم په خپل حال دي.
XS
SM
MD
LG