د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کي بهرني استخبارات،خلک لادرکه کوي


نیاز موسا خېل ـ کویټه

پاکستان کې د لادرکه کسانو په لړ کي کار کونکي سرکاري کمیسون مشر،پخواني قاضي جاويد اقبال د خالي په ماښام په کوټه کي د خبري غونډې پر مهال ویلي،چې په بلوچستان کې د خلکو په لادرکه کولو اود حالاتو په خرابولو کي بهرنۍ استخباراتي ادارې لاس لري.


نوموړي دا خبره په ډاګه نه کړه چې کومې بهرنۍ ادارې په دې کې لاس لري. پخواني قاضي زیاته کړه :

(( په دغه معامله کې په مکمله توګه بهرني استخبارات کار کوي.زه منم چې په بلوچستان کې د لادرکه کسانو ستونزه دومره معمولي خبره نه ده،بلکه دا یوه ډیره لویه ستونزه ده او دا تر هغو نه شي حل کیدای ،تر څو چې یې موږ پخپله د حل لارې نه ولټوو او پخپله یې څه سیاسي تګ لاره نه و ټاکو))

پخواني قاضي جاويد اقبال وړاندې وویل چې دا وخت په بلوچستان کې یوازې ۴۲ کسان لادرکه دي،خو ځینې شخصي او د بشري حقونو ادارې په دغه لړ کي له مبالغې څخه کار اخلي او دغه شمیره تر اندازو هم زیاته ښایي:

(( دا وخت په ټول پاکستان کې د لادرکه کسانو شمیره څلور سوه او شپیته ده،چي پکې له بلوچستانه اوه پنځوس کسان هم لادرکه وو،خو په تیرې یوې اونۍ کې چي موږ دلته کوټه کي کار پېل کړی،نو ۱۵ نوي کسان راخلاص شوي او دغه شان دلته د لادرکه کسانو شمېره دوه څلویښتو ته را کښته شوې))

د لادرکه کسانو دکمیسیون مشر دا نه کړه څرګنده چې ددوی د کار کولو پر مهال چې کوم ۱۵ لادرکه کسان راخلاص شوي،هغه له کومې خوا او څنګه را خوشي شول ؟ او د چا له بنده راخلاص شول؟
د کمیسیون مشر دا تور هم ولګاوه چې د بلوچستان ۱۵ لادرکه کسان د افغانستان په پل چرخي او پکتیا جېلونو کي قيد دي او دوی ورته لاس رسی نه لري.

نوموړي البته د دغو کسانو نور معلومات ور نه کړل، چي دا خلک څوک دي او هلته افغانستان کي څنګه بندي شول ؟

هلته په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو غږ نومې ادارې پر یاد کمیسیون بې باوري څرګنده کړې او ویلي یې دي چي په بلوچستان کي ۴۲ نه،بلکه په زرګونو کسان لادرکه دي.د دغې ادارې یو مشر قدیر بلوڅ وویل چي په تیرو لسو کلونو کي تر ۱۴ زره زیات بلوڅان لادرکه شوي دي.

که څه هم د لادرکه بلوڅانو غړي پر پاکستاني ادارو د دوی د خلکو د لادرکه کولو تورونه لګوي،خو پاکستاني ادارو په بیا بیا د دا قسمه تورونو له منلو انکار کړی.

د لادرکه کسانو کمیسیون د مشر رګندونې په داسې حال کې مخې ته راغلي چي یو څو ورځې مخکې،د بلوچستان ملېشه ځواکونو مشر،جنرال عبیدالله خان خټک هم دغه قسمه خبرې کړې وې او ویلي یې وو چي په بلوچستان کي د شلو هیوادونو استخبارات د حالاتو په خرابولو کې لاس لري .
XS
SM
MD
LG