د جنوبي وزيرستان په واڼا کې د سرحدي ځواکونو يا ايف، سي په مرکز بريد کې يو سرتيری وژل شوی او يو بل زخمي شوی دی.
د استخباراتي ادارو چارواکو په وينا د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې تر څو ګينټو دوام درلود.
د يو بل خبر ترمخه د شمالي وزیرستان پولېټکل انتظامیې د دې سیمې په یو شمېر برخو کې ګرز بندیز يا کرفيو لګولي ده.
د مشال راډیو خبریال د پولیټکل چارواکو له خولې وايي چې په تحصېل مېرانشاه ، دته خېل ، بوېه ، دوسلۍ ، رزمک او مېرعلي کې د سهار له شپږو بجو څخه د ماښام تر نامالوم وخته پورې ګرزبندیز لګول شوی دی.
له څو کلونو راهیسې د شمالي وزېرستان په ټولو سېمو کې د هرې یکشنبې یا اتوار په ورځ ګرزبندیز لګول کیږي چې له کبله د یې د ځايي خلکو په وینا دوي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.