د لاسرسي ځای

تازه خبر

څارونکو په شام کې د ټول وژنې ځای لیدلی


د ملګرو ملتونو څارونکو په شام کې د ټول وژنې د ځای دوره کړې او وايي چې دوی پر دېوالونو وينې کتلې دي او په هغه ځای کې د انساني بدن د غړو بوی لا تر اوسه شته.

خو څارونکو د ۸۰ کسانو د وژل کېدو د رپورټونو تصديق نه دی کړی.

تر ۲۰ زيات څارونکو د تيرې جمعې په ورځ د مزرات ال قوبير ځای ته ننوتلي چې له دې وړاندي يې دې کلي ته نه وو پرښي.

په عين حال کې د امريکا د بهرنو چارو وزيري هيلري کلنټن د شام لپاره نړيوال استاذي کوفی عنان سره په واشنګټن کې ليدلي او په هغه پلان يې خبري کړي چې څنګه د ولسي وګړو ژوند خوندي وساتلي شي.

په شام کې د بشري حقوقو کاروکونکي وايي چې د ولسمشر بشارالاسد پلوي ملېشې پر اته اویا کسانو ډزې کړي ، د هغوي اعضا يې پرې کړې او بيا يې تر مرګ پوري سوزولي دي. خو د شام حکومت دا نه مني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG