د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ایران سره د اټومي لانجې په اړه په خبرو کې ستونزه


د ملګرو ملتونو د ايټمي انرژۍ د څار ادارې د جمعې په ورځ وویل چې د ایران ايټمي ځايونو ته د اجازي ورکولو په اړه یې له دې هیواد سره خبرې اترې ناکامه شوې دي.

د ايټمي انرژۍ نړيوالې ادارې ويلي چې د ايران د ايټمي وسلو پروژو د پلټنو په اړه پلان شوي د خبرو اترو په پنځم پړاو کې موافقه نه ده شوي.

دا ادره په يو بيان کې زياتوي چې په خبرو اترو کې پرمختګ نه دي شوي او ايران هغه مسلې راپورته کړي چې له مخکي پري بحث شوی.

د څارونکو مشر هرمين نيکرټيس په خبرو اترو کې د پرمختګ نه کېدل مايوس کن بللي. د ايټمي انرژۍ نړيوالې ادارې لپاره د ايران استازی علی اصغر وايي ، ايټمي ځاينو ته د لاس رسي ورکولو لپاره خبرې اترې ډيرې پېچلې دي او دا به نور وخت اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG