د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي


په افغانستان کې د نېټو چارواکي وايي چې نن د دې هیواد په ختیځ کې د یاغیانو په برید کې څلور نړیوال عسکر وژل شوي دي.

په کابل کې د نېټو له خوا په خپاره شوي بیان کې نه نور تفصیل ورکړل شوی او نه هم دا ویل شوي دي چې دا څلور عسکر د کوم هیواد دي.

افغان چارواکو خبریالانو تهد ویلي چې دا پېښه په کاپیسا ولایت کې رامنځ ته شوېده چیرې چې په خاسه توګه فرانسوي ځواکونه دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه برېښنالیک کې د دې برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې دا برید یوه ځانمرګي تر سره کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG