د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړ


د خيبر پښتنونخوا حکومت د دوه زره دولسم او دیارلسم مالي کال لپاره د درې سوه او درې اربه روپیو صوبايي بجټ وړاندې کړی دی.

په بجټ کې نوي ټيکسونه نه دي لګول شوي. د خيبر پښتنونخوا د خزانې وزير انجنير همايون خان پرون دغه بجټ وړاندي کړ.

په بجټ کې د پرمختګ د کارونو لپاره شاوخوا اووه نوي اربه روپۍاو د صوبايي ترقياتی پروګرام په برخه کې څلور اوويا اربه روپۍ اېښودل شوېدي.

په بجټ کې په مجموعي توګه د نهه سوه څلوېښت منصوبو لپاره پيسې بېلې کړل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG