د لاسرسي ځای

په بلوچستان کې ۲۱ کسان وژل شوي


په بلوچستان کې په دوه بيلا بيلو پيښو کې د څلورو پوليسو په ګډون ۲۱ کسان وژل شويدي.
لومړۍ پېښه د کوټې ښار په سریاب سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

پولیس وايي ناڅرګنده کسانو د پولیسو پر یوې ګاډۍ ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې د پولیس څلور عسکر ووژل شو.

د کوټې د سېول روغتون یو ډاکټر محمد جعفر د دې پېښې په اړه مشال راډيو ته وويل.

تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

دويمه پېښه د بلوچستان په ضلع چاغي کې شوېده. د لیویزو چارواکي وايي ، د جمعې په ماښام د قبایلي شخړې په یوې پېښه کي ۱۷ کسان وژل شوي او څلور ژوبل شويدي.

د هغوي په وینا دواړه بلوڅ قبيلې دي او د دوي تر منځ له پخوا قبایلي لانجې رارواني وې.
XS
SM
MD
LG