د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله وال په غزني کې مخور ولسي مشران وژني



سید شاه سقیم، مشال راډیو

غزني -
د افغانستان د غزني د بېلابېلو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې تر اوسه پورې وسله والو د ۱۵ تنو په شا و خوا کې سپين ږيري او قومي مخور په دې تور وژلي دي چې د وسله والو طالبانو پر ضد د غزني پيل شوی ولسي پاڅون حمايه کوي او يا هم په نورو ولسواليو کې خلک د طالبانو پر ضد پاڅون کولو ته هڅوي.


قبر جوړولو ته یې نه پرېږدي

دوی وايي وسله وال د قومي مخورو تر وژلو وروسته خلک له دې هم منع کوي چې د وژل شوي سپين ږيري د جنازې لمونځ ادا کړي او يا هم ورته د نورو مسلمانانو په څېر قبر جوړ کړي.

د سيمې د اوسېدونکيو په خبره ځينې قومي مخور چې وسله والو وژلي او وروسته يې خلک هم له جنازې کولو څخه منع کړي وو د خپل کور ښځو په خپلو باغچو کې خاورو ته سپارل خو وسله وال هلته هم پسې ورغلي او ښځو يې ته ويلي دي چې په قبر کې به لحد نه جوړوي او همداسې به ورباندې خاورې اړوي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي د جګړن حاجي محمد په نامه د سيمې د يو قومي مشر د وژل کېدو کيسه کوي.

((دا کس د جګړن حاجی محمد په نامه وو د باغا د کلي وو زما کور هم په دغه کلي کې دی. موږ په جومات کې ولاړ وو طالبانو دی له جومات څخه را وايست او په دغه ځای يې وواژه، کله چې طالبان لاړل خلکو را پورته کړ او خښاوو خو طالبان هدېرې ته پسې ورغلل او په خلکو يې ډزې وکړې خلک تر تېښتې وروسته بيا راغلل خو چې قبر يې ورته جوړاوو طالبان بيا راغلل او ويل يې له لحد به ورته جوړوئ بيا مو همداسې تر خاورو لاندې کړ.))


طالبانو لارې بندې کړې دي

دی وايي کېدای شي وسله والو په نورو کليو کې هم ګڼ شمېر قومي مشران وژلي وي خو دا چې زياتې لارې بندې شوې او وسله والو د ټيليفوني شبکو انتنونه هم الوزولي نو دوی د نورو کليو په حال نه خبرېږي:

((د نورو کليو مالومات په دې خاطر نه لرو چې لارې ټولې طالبانو بندې کړې دي په لارو کې يې ماينونه ايښي او خلکو ته وايي چې له کورونو څخه به نه راوزئ. د ټليفونونو انتنونه هم طالبانو الوزولي دي. ځکه خو نه خبرېږو چې په نورو کليو کې به څه روان وي.))


د قومي مشرانو وژنه روا ده

د اندړو ولسوالۍ د شېر کلا يو تن اوسېدونکی بيا وايي چې که وسله وال طالبان لږ هم پوه شي چې د کوم قومي مشر تر طالبانو پاڅون کوونکي ښه ايسي يا ورسره مرسته کوي نو وژل يې روا بولي.

دی وايي په هغو سيمو کې چې لا د طالبانو پر ضد پاڅون نه دی پيل شوی وسله وال له سپين ږيرو همدا پوښتنه کوي چې پاڅون کوونکي څنګه خلک دي.

د ده خبره که کوم قومي مشر د پاڅون کوونکيو ننګه وکړه نو پر هماغه ځای وژل کېږي.

(( د شېر کلا په کلي کې مي اوبه لګولې طالبان راغلل يو سپين ږېری يې ودراوه او ورته ويل يې چې طالبان ښه دي که اربکيآن نو سپين ږيري ورته وويل چې دا ستاسي اخلاقاتو ته چې ګورم په تاسې خو دي د اربکيآنو هم بلا وګرځي. بس ډزې يې پرې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه. ما چې دا وليدل بېلچه مې په اوږه کړه او وتښتېدم.))

د اندړو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی چې دی هم د نوم له څرګندولو ډډه کوي وايي وسله وال طالبان هغه ملايآن هم ژوندي نه پرېږدي چې په پټه يې د طالبانو په لاس د وژلو شويو قومي مخورو جنازه کړې وي.

دی وايي څو ورځې وړاندې د دوی يو شناخته ملا هم طالبانو د يو قومي مشر د جنازې تر کولو وروسته ووژلي دی.

(( د چغتو ولسوالۍ يو سپين ږيری يې زموږ په کلي کې شهيد کړی وو زموږ ملا صاحب جنازه ورکړه او مړی يې جغتو ته اخيستی چې په لاره طالبانو ته په لاس ورغلي وو ملا صاحب يې وژلی وو او په خوله کې يې يو خط هم ورکړی وو چې که چا د ملا صاحب جنازه وکړه يا يې له دې ځآيه دده مړی پورته کړ نو حال به يې د همدې ملا په ډول وي ))


ولسي پاڅون نور پسې پارېږي

کله مو چې د غزني له والي موسی خان اکبر زاده څخه وپوښتل چې څنګه کولای شي د قومي مخورو ژوند وژغوري ويل يې که طالبان همداسې نور سپين ږيري هم ووژني نو اخير به په نورو سيمو کې هم د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پيل شي او خلک به له وسله والو څخه کرکه وکړي.

(( دا به ولسي پاڅون نور هم را وپاروي. ځکه اوس خلک پوه شوي دي چې څوک دوی له علم او مکتب څخه منع کوي يآ يې ښوونځي ورانوي، يا يې سړکونه او کلينکونه ورانوي او يا يې هم سپين ږيري او قومي مشران وژني خلک پوهېږي چې همدا مو اصلي دښمنان دي ))

خو بله خوا بيا طالب ويآند ذبيح الله مجاهد وايي چې تر اوسه پورې يې ملګرو يوو قومي مشر ته هم څه نه دي ويلي .

دی مني چې طالبانو په ځينو سيمو کې هغه کسان وژلي دي چې د دوی پر ضد د راپاڅېدلو کسانو مرسته يې کوله. خو وژل شوي کسان قومي مشران نه بلکې د اربکيانو قومندانان بولي.

له تېرې څه مودې را په دې خوا د غزني په ځينو سيمو کې د سيمې خلکو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون پيل کړ چې په پايله کې يې تر اوسه پورې خپل څو کلي له وسله والو څخه پاک کړي دي.

که څه هم ځينې ډلې د طالبانو پر ضد را پاڅېدلي کسان خپل جنګيالي بولي خو پاڅون کوونکيو يې په وار وار ادعاوې بې اساسه بللې دي.
XS
SM
MD
LG