د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال جان الن د لوګر له ولسه بښنه وغوښته


په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن په لوګر ولایت کې د ایتلافي ځواکونو د هوايي حملو په ترڅ کې د ملکیانو د وژنې د پېښې له امله بښنه وغوښتنه.

هغه د جمعې په ورځ لوګر ته سفر کړي و، څو خپله د لوګر په برکې برک ولسوالی کې د قربانیانو له کورنیو او د دې ولایت له چارواکو بښنه وغواړي.

دا حمله د تیرې چارشنبي په شپه د ایتلافي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو د نیولو لپاره شوې وه؛ چې په کې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون سیمه یزو خلکو ته مرګ ژوبله ور په برخه شوه.

افغان چارواکي وایي، چې په دې پیښه کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.

جان الن چې په پل علم کې څه باندې ۲۰ تنو راټولو شویو کسانو ته خبرې کولې وویل:

((زه په دې پوهېږم چې هیڅ ډول معذرت غوښتل نشي کولای چې په دې پېښه کې وژل شوي ماشومان او یا نور بېرته را ژوندې کړي؛ خو زه غواړم تاسو په دې پوه شي چې زه له تاسو بښنه غواړم او موږ هسې چې لازمه ده د دوی د کورنیو په غم کې شریک یو.))

په کلیو کې د شپې له خوا پر مخالفینو حملې هغه مسله ده چې په بیا بیا د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو تر منځ د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر سر د جنجال سبب شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG