د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال جان الن د لوګر له اوسېدونکو بښنه وغوښته




کابل - په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن په لوګر ولایت کې د ایتلافي ځواکونو د هوايي حملو په ترڅ کې د ملکیانو د وژنې د پېښې له امله بښنه وغوښتنه.

هغه د جمعې په ورځ لوګر ته سفر کړي و، څو خپله د لوګر په برکې برک ولسوالی کې د قربانیانو له کورنیو او د دې ولایت له چارواکو بښنه وغواړي.

دا حمله د تیرې چارشنبي په شپه د ایتلافي ځواکونو له خوا د وسله والو طالبانو د نیولو لپاره شوې وه؛ چې په کې د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون سیمه یزو خلکو ته مرګ ژوبله ور په برخه شوه.

افغان چارواکي وایي، چې په دې پیښه کې ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.

جان الن چې په پل علم کې څه باندې ۲۰ تنو راټولو شویو کسانو ته خبرې کولې وویل:

((زه په دې پوهېږم چې هیڅ ډول معذرت غوښتل نشي کولای چې په دې پېښه کې وژل شوي ماشومان او یا نور بېرته را ژوندې کړي؛ خو زه غواړم تاسو په دې پوه شي چې زه له تاسو بښنه غواړم او موږ هسې چې لازمه ده د دوی د کورنیو په غم کې شریک یو.))

په کلیو کې د شپې له خوا پر مخالفینو حملې هغه مسله ده چې په بیا بیا د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو تر منځ د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر سر د جنجال سبب شوې ده.

د نړیوالو ځواکونو په وینا دا عملیات د مخالفو وسله والو د مشرانو د له منځه وړلو لپاره مهم رول لوبوي.

د تیر اپریل په میاشت کې داسې یوه موافقه لاسلیک شوه؛ چې له مخې یې افغان ځواکونو د شپې د خوا د عملیاتو مسوولیت په غاړه واخیست او په لوګر کې د تیرې چارشنبې په عملیاتو کې هم افغان ځواکونه شامل وو؛ خو افغان ولسمشر په دې پیښه کې د ځايي خلکو په وژنه کې نړیوال اتیلافي ځواکونه ګرم بللي دي.

دا عملیات یې محکوم کړل او له دوی یې د دې پیښې په اړه وغوښتل چې ولې ماشومان په کې ووژل شول او بشپړ راپور دې ورکړي.

ناټو او همدا شان افغان چارواکو وویل، چې د دوی عسکرو د طالبانو د یوه مشر د نیولو لپاره عملیات کول. کله چې عسکرو غوښتل هغې ودانۍ ته چې د نظر وړ کس په کې وو ننوځې په دې وخت کې په دوی ډزې وشوې او کله چې جګړه پیل شوه؛ دوی له هوایي ځواکه مرسته وغوښته.

خو کلیوال وايي، چې هلته په کور کې واده وو او تر دې یوه شپه مخکې هلته د د واده د مراسمو لپاره کور له خلکو ډک وو او په سبا یې تر بمبارۍ وورسته دوی د مړو جسدونه په یوه موتړ کې واچول، د ولایت مرکز ته ولاړل او هلته یې د هوایي برید پر ضد د اعتراض غږ اوچت کړ.

یوه افغان ډاکتر چې په پیښه کې یې د مړو جسدونه معاینه کړی او له دوه میرمنو سره چې په پیښه کې ټپیاني شوی خبرې کړي اسوشي اېټد پریس اژانس ته ویلی چې د طالبانو یوې ډلې غوښتل چې په دې کور کې شپه تیره کړی ځکه دوې فکر کاوه چې د واده په پلمه به ورته پناه ځای پیدا شي.

ولي وکیل وايي کله چې ناټو او افغان ځواکونه په نیمه شپه دې کور ته راغلل نو د دې کور له ټولو خلکو یې غوښتې چې بهر راووځي خو وسله والو له کوره د خلکو د وتلو مخه ونیوله.

وکیل وویل چې په دې پیښه کې ۱۸ کسان چې دوه زاړه سړي، څلور میرمني، دری ځوانان او نهه تنکي ماشومان په کې شامل وو ووژل شول.

وکیل د عيني شاهدانو په حواله ویلي چې شپږ تنه طالبان هم په پیښه کې له منځه تللی دي. تر دې له مخه د سیمې پولیسو ویلي ول چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو قوماندان وژل شوی دی.

جنرال جان الن وویل : هغو عسکرو چې د هوایی حملې غوښتنه یې کړې په دې نه پوهیدل چې په دې کور کې دننه ملکیان دی. ((پر دوی حمله وشوه او د دوی خوا ته یو لاسی بم ګوزار شو چې زموږ درې کسه په کې ټپیان شول.))

جان الن د مخه تر دې چې خپل پیغام د لوګر خلکو ته ورسوی د لوګر له والي او نورو چارواکو سره وکتل. پر دې مهال چارواکو له جنرال النه وغوښتل چې د پېښې له پاره پړه کسان دې عدالت ته را کش کړي.
XS
SM
MD
LG