ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو
سرچینه: اسوشي اېټډ پریس
اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، تمه ده د روانې اوونۍ تر پایه د امریکا د دفاع وزارت یو لوړ پوړی چارواکی پیټر لېوای پاکستان ته لاړ شي.
د نوموړي د تګ موخه په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د سامان وړلو له پاره د تړل شویو لارو د مسلې حل کول دي.
اژانس لیکي، امریکا هڅه کوي چې په دې اړه له پاکستان سره ودرېدلې خبرې بیا پیل کړي.
اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره ناټو له پاره د سامان د ایستلو په اړه د شوي تړون له وجې اوس د امریکا دریځ پر پاکستان زورور دی.
روانه اوونۍ تر دې تړون مخکې پاکستان یواځې خپله ځمکنۍ لار ناټو ته ورکوله چې له افغانستانه د وتو پر وخت سامان وباسي.
پاکستان د سامان وړلو له پاره له خپلې خاورې تېرېدونکې لارې هغه وخت تړلې وې چې د ۲۰۱۱ز کال د نومبر پر ۲۶مه د قبایلي سیمې مومندو پر سلالې د ناټو په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.
اژانس لیکي، اوس د امریکا د دفاع وزارت یو لوړ پوړی چارواکی پیټر لېوای اسلام اباد ته ځي چې د لارو د بیا پرانیستو مسله هواره کړي.
له هغه وخته چې لارې بندې دي، د ناټو له پاره سامان له منځنۍ اسیا او روسیې وروړل کېږي.
دا لاره د تېرې دوشنبې یا ګل تر ورځې یواځې د دې له پاره کارېده افغانستان ته سامان وېوړل شي.
د ګل پر ورځ، ازبکستان، کېرغیزستان او قازقستان سلا شول چې د ناټو اېتلاف ته له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر مهال هم لار ورکړي چې خپل سامان یوسي.
ناټو لا مخکې له روسیې سره تړون کړی دی چې د وتو پر مهال به د دې هیواد له خاورې خپل سامان وړي.
په پاکستان کې د سیاسي و دفاعي چارو کار پوه حسن عسکري رضوي اسوشي اېټډ پریس اژانس ته ویلي دي چې د دې تړون له کبله امریکا ته ګټه هم رسېدای شي او پر پاکستان یې دریځ هم پیاوړی شوی دی.
حسن عسکري وايي، که څه هم د منځني ختیځ لارې امریکا ته ګرانې پرېوځي خو اوس به د پاکستان پالیسي جوړوونکو ته ښکاره شوي وي چې امریکا نورې لارې چارې هم لري.
په پاکستان کې د دفاعي چارو یو بل کار پوه او پخوانی جنرال طلعت مسعود هم ورته نظر لري او اسوشي اېټډ پریس اژانس ته یې ویلي، که امریکا او ناټو ټول سامان د افغانستان د شمال له لارې و ایست نو پاکستان به یوه لویه موکه له لاسه ورکړي.
پخوا د یوې لارۍ پر سر پاکستان له امریکا ۲۵۰ ډالره اخیستل. اوس یې چې لارې تړلې دي نو ۵۰۰۰ ډالره غواړي خو امریکا وايي چې یواځې ۵۰۰ ډالره ورکولای شي.
اژانس د چارو کار پوه حسن عسکري له خولې زیاتوي، پیسې هم یوه مسله ده خو په پاکستان کې حکومت ښه شهرت نه لري او د لارو د خلاصون په صورت کې د ولس غبرګون اندېښنې پیدا کړې دي.