د لاسرسي ځای




ګل اياز، مشال راډيو

پراګـ ــ د امريکا د دفاع وزير ليون پانېټا هند ته دوه ورځني سفر کې د دغه هيواد په افغانستان کې د مهم او د فعال رول لوبولو خبره کړيده. نوموړی له هند وروسته افغانستان ته ولاړ. خو په هند کې یې په دې خبره زور راوړی چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتلو وروسته هند تر ټولو مهم رول ترسره کولای شي.

د هند په نوي ډيلي ښار کې د دفاع ادارې کارپوه ډاکټر مينا سنګ رای مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې هند له مخکې هم په افغانستان کې مهم رول ترسره کوي او تر ټولو لويه ونډه هم لري.

((تر څو چې د امريکا د دفاع وزير پانیټا د سفر خبره ده نو په افغانستان کې يې د هند رول منلی دي. له ډيرې مودې راهسې دوی د هند رول نه منلو خو دا يو ښه ګام وو چې هغوی بيان کړو. دا يو مثبته نښه هم ده او هغه ځکه چې باثباته افغانستان زموږ په ګټه دی. هند اوس هم په دې خبره ولاړ دي چې افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکړي او د صلاحيت زياتولو هڅي به جاری وساتي.))

په پاکستان کې څيړونکي په دي نظر دي چې هند لوی اقتصاد لري ځکه امريکا غواړي چې هند په افغانستان کې مهم کردار ولوبوي. په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپو ريټاريرډ ليفټينټ جنرل طلعت مسعود وايي له افغانستانه د امريکا او ناټو ځواکونو وتلو سره هند تر ټولو مهم رول ترسره کولای شي. خو دهند رول د پاکستان لپاره اندېښنې لرلای شي.

((دا به يقينا د پاکستان اندښني رابرسيره کړي ځکه چې د افغانتسان امنيت مستحکم نه دی او حکومت یې هم د پاکستان حمايت نه کوي. دا د پاکستان لپاره لوی اندېښني دي. د پاکستان او هند اړيکي هم پر اعتماد نه دي ولاړې او که چري هند په افغانستان کې خپل پوځونه زياتوي نو دا به د پاکستان اندښني نوري هم سيوا کړي.))

د هند د دفاع چارو کارپوه ډاکټر مينل سنګ رای وايي چې دا به غوره وی، پاکستان په افغانستان کې د هند رول وپيژني او دا به د سيمی لپاره هم ښه وي.

((دا د سيمه ايزو طاقتونو کار دی چې پر پاکستان فشار واچوي چې يو تعميري رول ولوبوي، او د سخت دريځو له مرستو لاس واخلي. د ترکمانستان، افغانستان،پاکستان او هند(ټاپي) تر منخ د ګېس نل لیکې پروژي ته وګوری چې يو ښه ګام دی او په دې کې به افغانستان د مشرقي او سويلي ايشيا ترمنيځ د پُل کردار ترسره کړي. پاکستان په دې کې تعميري کار کولای شي، نو دا به د هغوی لپاره په ګټه تمامه شي.))

د پاکستان د دفاع چارو کارپوه طلعت مسعود نظر لري چې افغانستان زياته تکيه په پاکستان کوي او دا خبره په جغرافيايي توګه هم څرګنده ده.

طلعت وايي ((د پولي دواړو غاړو ته آباد پښتانه تر ټولو مهم دي او مهم کردار هم دوی لوبولای شي. دا له يو بل جلا کول به تيرونه وي نو پاکستان دې پُراعتماد اوسي او بې ځایه اندښني باید نه لري، چې ولې امريکا په افغانستان کې هند رول ته هڅوي او راروانو ورځو کې حالات به مختلف وي، نو پاکستان دې بايد انتظار وکړي.))

د څېړونکو په خبره په افغانستان کې د هند رول په اړه به پاکستان تعميري سوچ ولري او هيله لري چې د ټاپي په شان نورې پروژې به هم په ګډه شورو کړي.
XS
SM
MD
LG