د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بريدونه نه دروو: کلېنټن


د امريکا خارجه وزيره هېلري کلېنټن
د امريکا خارجه وزيره هېلري کلېنټن
هارون باچا مشال راډيو

پراګ:- څو ورځې وړاندې چې په شمالي وزيرستان کې د القاعده دویم مهم غړی ابو يحيی ال ليبي په يوه ډرون بريد کې ووژل شو، دې ته په کتو سره د امريکا خارجه وزيرې هېلري کلېنټن د زيارت په ورځ استنبول ته د خپل سفر پر مهال وويل چې د ترهګرو ډلو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو د حملو لړۍ ته به دوام ورکړي-

نوموړې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کې جوړ شوي يوه نړيوال کنفرانس ته يې وينا کوله، زياته کړه چې امريکا د القاعده په څېر د ډلو پر ضد، چې حملې يې راباندې کړي او لا هم د دوئ له خوا دغه ګواښونه شتون لري، د طاقت د کارولو خپل حق محفوظ لري- هېلري کلېنټن دغه راز په ډاګه کړه چې موږ به ټول هغه قوانين، چې تطبیق يې ممکن دی، په شمول د جګړې د هغو، په پام کې وساتو او تر خپله وسه به کوښښ وکړو چې ډرون بريدونو د ملکي تلفاتو لامل و نه ګرځي-

د نوموړې څرګندونې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ولسمشر براک اوباما د سلاکار جان برينن هغو ته ورته دي، چې تېره اپريل مياشت يې په واشنګتن کې يوې غونډې ته وويل، تر کومې چې د نړيوال قانون خبره ده، نو امريکا ورباندې شويو د ۲۰۰۱ کال د ترورستي بريدونو په نتيجه کې دا مهال له القاعده، طالبانو او د دوئ له ملاتړو قوتونو سره په وسله واله شخړه کې بوخته ده، او کېدلای شي موږ د دوئ پر ضد هغه طاقت وکاروو چې د خپل قومي امنييت د خوندي کولو زموږ له طبيعي حق سره په سمون کې وي-

راپورونه وايي د افغانستان له پولې سره په لګېدلې د پاکستان په شمالي وزيرستان سيمه امريکايي ډرون بريدونو په دې وروستيو کې زور نيولی دی- امريکايي چارواکي ادعا کوي چې په ياده سيمه کې له حقاني شبکې سره تړلي کسان هم پټن ځايونه لري، چې وايي له دغه ځايه په افغانستان کې کورني او بهرني ځواکونه په نښه کوي-

پاکستان د امريکا ډرون بريدونه غير قانوني او په خپلې ځمکنۍ بشپړتيا د يوه تيري په توګه ياد کړي دي- راييټرز اژانس په عين وخت کې د څېړونکو په حواله وايي چې دغه کامياب ډرون بريدونه، چې په ترڅ کې يې مهم ترهګر له منځه ځي، امکان نه لري چې د پاکستاني استخباراتي ادارو له ملاتړ پرته دې ترسره شوي وي- دا هم ويل کېږي چې د ډرون بريدونو موضوع ناټو ته د اکمالاتي لارو د بيرته ورکولو پر سر د امريکا او پاکستان تر منځ د پيل شويو خبرو اترو بهير تر ډېره اغېزمن کړی دی- په داسې حال کې چې ټاکل شوې، په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ م کال تر پايه له دغه هېواده وځي، د ناټو د پوځي مهماتو د بهر ته اېستلو په لړ کې د پاکستان همکاري د خورا ډېر اهمييت وړ بلل کېږي-

د استنبول د ترهګرۍ ضد مبارزې غونډې ته په وينا کې د امريکا خارجه وزيرې هېلري کلېنټن د نيول کېدونکيو شکمنو ترورستانو د شکنجې موضوع هم ياده کړه هغې وويل، په دې نړيوال جنګ کې د دوئ د کړولو او ازارولو په څېر عمليات هیڅ ځای نه لري- نوموړې البته په دې لړ کې په امریکا د لګېدليو تورونو يادونه و نه کړه چې وايي د پلټنو پر مهال ترهګر تنان د اوبو په وسيله شکنجه کوي او هم يې پرته د جرمونو له ثابتېدو، د اوږدو مودو له پاره د ګوانتانامو په زندان کې بند ساتي-

راپورونه وايي د امريکا استخباراتي ادارې سي ـ آئ ـ اې په ۲۰۰۴ م کال کې د شکنجې د ياد تاکتېک له کارولو ډډه کول پيل کړل- دغه راز ويل شوي چې براک اوباما په ۲۰۰۹ م کال کې د امريکا د ولسمشر په توګه د لوړې پورته کولو سمدستی وروسته په دغه رقم شکنجو د بشپړ بندېز تر څنګ په بهرنيو هېوادونو کې د سي ـ آئ ـ اې د پټو بندي خانو د تړلو امر صادر کړ-
XS
SM
MD
LG