د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون حملې: "د م.م د ځانګړو پلټونکو هرکلی کوو"



پامیر ساحل - مشال راډيو


پراګ:- پاکستان ویلي که د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پلټونکی د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ولسي وګړو وژنو پلټنو له پاره ورځي نو دوی یې هر کلی کوي. البته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند معظم علي خان له مشال راډیو سره په خبرو کې دا واضحه نه کړه چې شمالي یا جنوبي وزیرستان ته به د دې څارونکو د تګ اجازه وي او که نه؟ د پاکستان دا دریځ تر هغې وروسته راغلی دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرې نوي پیلۍ تېره ورځ په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر وخت وویل د پاکستان حکومت ته یې مشوره ورکړې چې په ډرون حملو کې د ولسي وګړو د وژنو پلټنو له پاره دې د ملګرو ملتونو ځانګړي پلټونکي را وبولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند معظم علي خان له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، په قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ولسي وګړو د وژنو پلټنو له پاره به پلټونکو ته اجازه ورکړي.

ده وویل اوس هم د بشري حقونو په اړه یې ډېرو ادارو ته اجازه ورکړې ده.

له معظم علي خان مو وپوښتل چې ایا د ملګرو ملتونو څارونکو یا استازي ته به په شمالي یا جنوبي وزیرستان کې د پلټنو اجازه وي او که نه؟

دی وايي اوس داسې اټکل نشي کولای چې چېرې به یې تګ ته پرېږدي او کوم ځای ته به یې نه پرېږدي:

((زه نه یم خبر چې هغوی راځي، او که راځي نو کله راځي او بیا د هغوی څه غوښتنې دي. دا ټول شیان به هغه مهال ګورو. خو اوس داسې اندازې لګول نه غواړم چې موږ به یې چېرې تګ ته پرېږدو او چېرې به یې نه پرېږدو. دا هم مالومه نه ده چې هغوی به داسې غوښتنه کوي او که نه؟ دا خو اوس یواځې وړاندیزونه دي، موږ ورسره څه ستونزه نه لرو. موږ د بشري حقونو د ادارو د غړو داسې ډېر سفرونه په پام کې لرو. نو موږ ورته ډېر هر کلی کوو.))

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرې نوي پیلې په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال ویلي ول، د پاکستان حکومت ته یې مشوره ورکړې چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی دې هیواد ته ور وبولي چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ولسي وګړو د وژنو پلټنې وکړي:

((له دې امله چې دا بریدونه بلا امتیازه دي نو دا ډېره ګرانه ده چې د هغو کسانو شمېر مالوم کړل شي چې وژل شوي دي. او ریښتیا، ما حکومت ته مشوره ورکړه چې د ملګرو ملتونو ځانګړي پلټونکي ته دې دعوت ورکړي او هغه به د دې وړ وي چې د بې محاکمه او غیر قانوني وژنو داسې نورو پېښو پلټنه وکړي.))

په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو د کمېسون مشره زهره یوسف وايي، که د ملګرو ملتونو پلټونکي راځي نو باید هغو سیمو ته ورته د تګ اجازه ورکړل شي چې په کې بې پیلوټه بریدونه شوي دي او د هغوی د حفاظت ګامونه دې هم واخیستل شي.

زهرې یوسف مشال راډیو ته وویل چې د دوی د ادارې غړي هم په دې وروستیو کې دې سیمو ته نه دي تللي ځکه چې هلته د امنیت وضع خرابه ده او بل دا چې کله پوځ خبریالان هغو سیمو ته بیايي نو دوی نه ورځي.

د نوموړې په خبره، دوی فکر کوي چې که دوی له پوځ سره لاړ شي نو د مالوماتو تر لاسه کول به هسې ازادانه ممکن نه وي لکه دوی یې چې غواړي:

((څو ځلې پوځ خبریالان له ځانه سره هغو سیمو ته بیولي دي. نو موږ له هغوی سره تګ نه غواړو. ځکه چې زموږ په فکر که په دې ډول له موږ سره څوک مرسته کوي نو د مالوماتو او رپورټونو تر لاسه کول تر اثر لاندې راځي. موږ باید یو ازاده دریځ او مقام وساتو. زموږ هڅه وي چې کله د ریښتیا مالومول غواړو نو په ازاده توګه یې وکړو او وکولای شو چې ازاده تګ راتګ وکړو. او دا زموږ له پاره په هغو سیمو کې ممکن نه دي.))

په اسلام اباد کې د دفاعي او سیاسي چارو کار پوهه او څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه هم زهرې یوسف ته ورته نظر لري او وايي، قبایلي سیمو ته د تګ له پاره اجازه غوښتل په کار وي او هلته حالات هم سم نه دي نو نه پوهېږي چې د ملګرو ملتونو څارونکي به وکولای شي چې هلته لاړ شي؟

((ګوره لومړۍ خبره خو دا ده چې د هغو سیمو غیر دوستانه ماحول ته په کتو سره باید دا ولیدل شي چې تر کومې دا امکان لري چې هلته دې تګ وشي. او نور دا چې څوک به له چا سره خبره کوي؟ څوک به په دې عمل کې مرسته کوي؟ ځکه چې هغه خو داسې سیمه نه ده چې هلته دې هر کس پرته له چا سره د اړیکو، ملاتړ، او رابطو لاړ شي. خو سمې پلټنې ټولې پر بهیر ولاړې دي چې د پلټنو عمل به څنګه وي؟))

د پاکستان حکومت او په پاکستان کې رسنۍ او ښي لاسي سیاسي ګوندونه وايي د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ولسي وګړي وژل کېږي.

د بشري حقونو د کمېسون مشره زهره یوسف وايي، دوی هم ټول ارقام له پاکستانیو رسنیو تر لاسه کړي دي خو دا پخلی نه شي کولای چې په دې بریدونو کې څومره وسله وال او څومره ولسي وګړي وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG