د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه چاودنه، ۱۲ وژل شوي ۴۰ ژوبل




د بلوچستان د مرکز کوټې پولیس وايي ددغه ښار په سټلایټ ټاون کې د یوې مذهبي مدرسې مخې ته سایکل بم چاودنې ۱۲ کسان وژل شوي او څه نا څه ۴۰ تنه ژوبل دي. د مدرسې یو شمېر زدکونکي هم په وژل شویو او ټپیانو کې شامل دي.

د مشال خبریال وايي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې یوه مدرسه کې دستاربندي کېدله خو د سخت امنیت له وجې بریدګر خپل په بمونو بار سایکل د مدرسې مخې ته درولی چې یوه درنه چاودنه وشوه.

د چاودنې یوه ټپي عیني شاهد بلال احمد مشال راډيو ته وویل، چې له یوه دوکانه مې سودا اخیستله چې زه روان شوم دهماکه شوه. نور هیڅ په پوه نه شوم.

یوه بل تن چې له زیارت سیمې دغه دستاربندۍ ته ورغلی وو وايي "چې کله جلسه ختمه شوه نو موږ ډوډۍ خوړلو ته ولاړو چې مو څنګه ډوډۍ وخوړله له بهر راوتو سره سم چاودنه وشوه چې ګورو زموږ یو ملګری هم پکې ټپي شوی وو."


د بلوچستان په یو شمېر سیمو او پتېره په کوټه کې امنیتي حالات ډېر خراب دی. اکثره په ښار کې امنیتي کسان، یا د فرقه ییز بریدونو په ترڅ کې شییعه ګان په نښه کېږي. ددې ترڅنګ د پيسو په بدل کې سړي تېښتونې هم زیاتې شوې دي او که غلو ته پيسو ورنه کړل شي نو برمته شوي کسان اکثره وژل کېږي.

د پاکستان مرکزي حکومت دا مهال د بلوچستان صوبې مسله د ملک یو له مهمو ستونزو بولي چې پکې بلوڅ خپلواکي غوښتونکی غورځنګ له پاکستانه آزادي غواړي، او اکثره په دغه صوبه کې سرکاري تنصیبات تر بریدونو لاندې راغلي دي.
XS
SM
MD
LG