د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په اړه مو زغم په ختمېدو دی. پانیټا


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا له خپل افغان سیال عبدالرحیم وردګ سره په کابل کې ګډ خبري کنفرانس کوي
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا له خپل افغان سیال عبدالرحیم وردګ سره په کابل کې ګډ خبري کنفرانس کوي


د امریکا د دفاع وزیر له پولي اخوا د حقاني شبکې خوندي ځایونه یوه زیاتیدونکې اندیښنه وبلله او ویې ویل، نور یې په اړه زغم خپل وروستي حد ته رسیدلی دی.

لیون پانیټا وویل، چې د دغو خوندي پټنځایونو په موجودیت کې د یوه خوندي افغانستان رامنځ ته کول یو ستونزمن کار دی.

نوموړي له خپل افغان سیال عبدالرحیم وردګ سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان باید نور د دغو پټنځایونو پر ضد اقدامات وکړي:

"دا یوه زیاتیدونکي اندیښنه ده، چې دغه پټنځایونه موجود دي او د حقاني شبکې په شان نورې ډلې ترې ګټه اخلي چې زموږ پر ځواکونو حملې وکړي.

زموږ حوصله وروستي حد ته رسیدلې ده. له همدې امله دا ډیره مهمه ده چې پاکستان ددغو پتڼځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي."

لیون پانیټا په هند کې د خپل سسفر بشپړېدو وروسته په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ چې موخه یې د افغانستان د امنیتي وضعیت جاج اخیستل په ګوته شوی دی.

نوموړي په نوي ډيلي کې هم د پاکستان په قبایلي خاوره کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکود بریدونو په دفاع کې وویل چې دا د پاکستان په خودمختیارۍ پورې اړه نه لري بلکې په افغانستان کې د دوی د عسکرو د امنیت لپاره کیږي.

په کابل کې له پنیتا سره په ګډ خبري کنفرانس کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ هم په افغانستان کې د امنیت لپاره په پاکستان کې د وسلوالو مخالفینو د پټنځایونو په له منځه تلو ټینګار وکړ.

نوموړي تمه وښودله چې پاکستان به بالاخره ددغو پټنځایونو په له منځه وړلو کې له افغانستان سره د همکارۍ اهمیت درک کړي:

"موږ تمه لرو چې دوي به په تدریجي توګه دې نتیجې ته ورسیږي، چې له موږ سره همکاري وکړي، نو که دغه همکاري رامنځ ته شي، بیا به موږ وکولای شو، چې د ترهګرو قومانده، روزنه او د وسلو رانیول له منځه یوسو او همداراز وکولای شو چې د دوی مشرتابه له منځه یوسو یا یې هم ونیسو. او که د هغوی همکاري نه وي، نو زموږ هدف چې کامیابي ترلاسه کړو، ستونزمن کیږي."

که څه هم پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ځان د امریکا ملګری بولي، خو ددې هیواد په خاوره کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د پټنځایونو موجودیت د پاکستان دغه ملګرتیا تر پوښتنې اوشک لاندې راوستې ده.

افغان او امریکايي چارواکي وايي چې وسلوال مخالفین د پاکستان له خاورې په افغانستان کې دننه په افغان او امریکايي عسکرو د بریدونو پلانونه تنظیموي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG