د لاسرسي ځای

د جون ۶ مه په افغانستان کې یو خونړۍ ورځ


دا هغه موټر سایکل وو چې د جون پر شپږمه نېټه(۲۰۱۲م کال) په کندهار کې په ځانمرګي برید کې وکارول شو.

دا هغه موټر سایکل وو چې د جون پر شپږمه نېټه(۲۰۱۲م کال) په کندهار کې په ځانمرګي برید کې وکارول شو.



نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، په افغانستان کې د چارشنبې په ورځ د څه باندي دوه درزنه ولسي وګړو وژنه ښيي چې دا ورځ په دې هيواد کې په روان کال کې تر ټولو خونړۍ وه. په دې ورځ په کندهار کې د وسله والو طالبانو لخوا په دوو ځانمرګو بريدونو او په لوګر کې بيا د ناټو په هوايي بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يو شمېر ولسي وګړي ووژل شول.

ورځپاڼه ليکي دا پېښه تر هغه وروسته رامنځ ته کيږي چې تېره اونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي يان کوبش وويل چې د ۲۰۰۷م کال راهيسي په دې هيواد کې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د ولسي وګړو وژنه تر ټولو ټيټه ده. خو له اوسني بريد څخه داسي ښکاري چې مثبت رجحان مخ په ختمېدو دی.

د ورځپاڼې په وينا د ناټو لخوا د ولسي وګړو وژنه د افغانستان په لوګر ولايت کې رامنځ ته شوه. د ناټو وياند تر بريد وروسته وويل چې نړيوال او افغان ځواکونه به په شريکه د پيښې په اړه پلټنې کوي. د لوګر د ځايي خلګو او د روغتيا د چارواکو له وينا سره سم نړيوال او افغان ځواکونو ته خبر رسېدلی وو چې د طالبانو يو کومندان د ځينو نورو ملګرو سره د شپې پر مهال يو کور استعمالوي . د لوګر د والي د وياند دين محمد دروېش په وينا تر دې وروسته ګډو ځواکونو پر کور د بريد تياری ونيوی. کله چې دوی کور ته راورسېدل نو د طالبانو لخوا ډزې پر وشوې او بيا وروسته دوی له هوايي ځواکه مرسته وغوښته. نوموړی زياتوي، هوايي بريد نه يوازي د طالبانو دغه کور وران کړی بلکې د دې څنګ ته يې د دوو وروڼو عبدالکريم او عبدالبشير کور هم په بشپړه توګه وران کړی. د روغتيا د ځايي چارواکو په وينا په دغه بريد کې د يوه سړي سربېره ۷ ښځې او ۱۱ ماشومان ووژل شول.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، بلخوا د چارشنبې په ورځ په کندهار کې په دوو ځانمرګو بريدنو کې ۲۳ ولسي وګړي ووژل شول او د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي يې پړه په غاړه واخسته. د ځايي چارواکو په وينا د بريد نښه يو وړوکی بازار او هوټل و چيري چې افغان او ناټو ځواکونو ته سامان وړونکې ټرکونه دريږي او موټروانان د چای لپاره دمه کوي. د کندهار امنيه کومندان جنرل عبدالرازق وايي چې په دې بريد کې ۲۳ کسان ووژل شول چې په دغه بازار کې کارکونکې دکانداران او مزدران وو. جنرل رازق زياتوي چې د افغانستان دښمن يو ځل بيا خپله بدرنګه څېره څرګنده کړه او د کندهار خلګو ته يې وير او غم راوړی خو د ده په وينا د کندهار خلګ به د دوی د غېر اسلامي فعلونو څخه و نه وېريږي.
XS
SM
MD
LG