د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په شام کې پوځي لاسوهنه نه منو"




روس ، چین او په شنګهای همکارۍ سازمان کې د هغوی د منځنۍ اسیا ملګرو هیوادونو د شام په شخړه کې د بهرنۍ لاسوهنې پر ضد یوه ګډه اعلامییه خپره کړه. د زیارت په ورځ د چین په پلازمېنه بیجنګ کې د سرمشریزې په پای کې د ایران د ایټمي پروګرام په لړ کې د دغه هیواد خلاف د کوم پوځي طاقت استعمال هم مخالفت ښودل شوی.

د شنګهای غونډه کې د یواړخیزه دفاعي میزایلي نظام د جوړولو خبرداری هم ورکړل شو لکه څنګه چې په اروپا کې د امریکا او نیټو لخوا جوړیږي.

د چین، روس، قازقستان، کرغیزستان ، تاجکستان او ازبکستان مشران په دې هم رضا شول چې افغانستان ته دې په شنګهای سازمان کې د څارونکي درجه ورکړل شي.

له دې سره افغانستان د هند، پاکستان، ایران او منګولییا په شان درجه تر لاسه کړه. د شنګهایی مشرانو اعلان وکړ چې بله سرمشریزه به یې په ۲۰۱۳م کال کې په بیشکیک کرغیزستان کې کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG