د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ال لیبي وژنه پر القاعده څومره لوی ګوزار دی


ابو يحیي الیبي د القاعده دویم لوی مشر چې په ډرون برید کې ووژل شو.
ابو يحیي الیبي د القاعده دویم لوی مشر چې په ډرون برید کې ووژل شو.

مجید بابر - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان او امريکا چارواکې وايي چې د روانې مياشتې په څلورمه نيټه د شمالي وزير ستان په مير علی کې د امريکايي بې پايلټه الوتکې په شوي بريد کې د القاعده شبکې یو مهم مشر ابو یحیی ال لیبي ووژل شو. د هغه په سر امريکا د یو ملين ډالرو انعام هم ایښی وو،

دا چې ابو يحیي الیبي د القاعده شبکې لپاره څومره مهم وو ، په اسلام اباد کې د عربي ژبې د ټیلي ویژن العربيه بيورو چېف او او د القاعده شبکې په اړه څیړونکی باکر عطياني وايي چې


(( که چېری دا خبر ريښتيا وي چې هغه وزل شوی دی، نو بيا دا په حقيقت کې د القاعده شبکې لپاره يو ډير لوی نقصان دی.ځکه چې القاعده ابو يحی ال لیبي د پاکستان او افغانستان لپاره هغه خپل دويم مهم مشر ټاکلی وو.او زه خو دا هم وايم چې کېدی شی هغه په پاکستان او افغانستان کې دويم نه بلکې اول نمبر مشر وو.ځکه چې هغه کس چې بن لادن په خپله د پاکستان او افغانستان لپاره مشر تاکلی وو ، د هغه نوم عطيته الله وو او تقريبا يو کال مخکې هغه په ډرون بريد کې وژل شوی وو.

۴۹ کلن ابو يحیی ال لیبي په افريقايي هيواد ليبيا کې په ۱۹۶۳ کال کې د جنوري په ړومبی نيټه زیږيدلی وو او د امريکايي ورځپاڼی نيويارک ټايمز د يو راپور له مخه ال لیبي په ۱۹۹۰ کال کې افغانستان ته تللی وو او په هغه وخت کې به يی د القاعده په روزينیز کېمپونو کې د جهاد تبليغات کول. دا چې د ال لیبي وژنه به په القاعده شبکه څه اغيز پرې باسي، په اسلام آباد کې د دفاعي چارو کار پوه پروفيسر حسن عسکری وايي،

((زما په نظر ددې وژنې به د القاعده لپاره دوه مهم اثرات وي. یو دا چې دا ډول وژنې القاعده بحيثیت یو تنظیم نور کمزوری کوي، ځکه چې دا مهال القاعده د خپل يو مهم مشر د وژنې له کبله وار له مخه تر فشار لاندې ده، او اوس به القاعده د مشر تابه له بحران سره هم مخامخ شي، او بله دا چې دا د امريکا لپاره کاميابي ده. ))

ابو یحیی ال لیبي په کال ۲۰۰۲ م کې پاکستاني چارواکو نيولی وو او امريکا ته یې حواله کړی وو ، په پيښور کې د د فاعي چارو کار پوه او د القاعده شبکې د مشر اوسامه بن لادن سره دوه ځله مرکه کونکي رحيم الله يوسفزی وايي چې څو کاله مخکې ال لیبي ده ته يو خط او خپل ليکلی يو کتاب ليږلی وو ، چې ترې مالوميده چې هغه يو ښه ليکونکی او شاعر هم وو. رحيم الله يوسفزي زياتوي.

چې د ال لیبي به ۲۰۰۵م کال کې کله په افغانستان کې د امريکايي زندان باګرام له نورو ملګرو سره یوځای وتښتيدو نو د هغې نه پس هغه د دغه تیښتې په اړه يوه ويډیو خپره کړه چې له وجه یې هغه په جهادی حلقو کې ډير مشهور شو، او له دې علاوه د شمالی وزير ستان خلکو به د هغه ډير قدر او عزت کولو او هغه به په دغه سیمه کې د عامو خلکو روغې جوړې هم کولې.


رحيم الله يوسفزي وايي چې په شمالی وزيرستان کې د ال لیبي د وژنی نه پس اوس دنړۍ والې ټولنی په مخکې د پاکستان دا دليل چې د القاعده مشر ډاکتر ایمن الظواهری د پاکستان په خاوره نشته ډير کمزوری شوی دی. ځکه چې د اوسامه بن لادن په شمول د القاعده ټول مهم مشران په پاکستان کې وژل شوي او يا نيول شوي دي.
XS
SM
MD
LG