د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بندیزونو له وجې پر ایران بندیز




د شنګهای همکارۍ سازمان لپاره د روس د ولسمشر نماینده وایې، ایران چې په دغه تنظیم کې د څارونکي حیثیت لري، تر هغې پورې یې غړی نه شي جوړیدای، تر څو چې ملګرو ملتونو د ایران خلاف بندیزونه نه وي لرې کړي.

کیرل بارسکي وایې، د شنګهای ډلې د اصولو تر مخ دوی داسې یو هیواد ته غړیتوب نه شي ورکولای، چې ملګرو ملتونو پرې بندیزونه لګولي وي . ایران دا وخت د خپل ایټمي پروګرام له وجې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو تر څلورو پړاونو لاندې دی.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د شنګهای په سرمشریزه کې د ګډون لپاره بیجینګ ته رسیدلی. ایران هم د منګولیا ، پاکستان او هند په څیر د تیرو څو کالونو راهیسې غواړي، شنګهای همکارۍ سازمان غړی جوړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG