د لاسرسي ځای



نن په چين کې د شینګای د همکارۍ د سازمان دولسمه غونډه پیل شوه . دغې غونډې ته د چین ولسمشر هوجین تاو وویل، د شینګای ډلې مقصد په سیمه کې امن او استحکام راوستل دي، او زیاته یې کړه، افغانستان د دوی لپاره یو چیلنج دی، او غړي هیوادونه به د افغانستان د امن او په بیا رغونه کې مهم رول لوبوي.

هو جینتاو دا هم وویل، اسلامی ترهګر چې په مینځنۍ ایشیا، روس او چین کې فعاله دي، په افغانستان او د پاکستان په قبایلي سیمو کې جړې لري.

په دې سرمشريزه کې د پاکستان او افغانستان د ولسمشرانو نه علاوه د روس، چين، قزاقستان، کرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ايران او چين ولسمشران ګډون کوي. د دې سرمشريزې مقصد د سيمي د هيوادونو تر مینځ د اقتصاد او امنيت په ګډون په بېلا بيلو څانګو کې خپل منځې تعلقات ښه کول دي.

د غونډي وړاندې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د تاجکستان د ولسمشر ایمامالي رحمان سره هم لیده کاته کړي، او د دواړو هیوادونو تر مینځ یې د اقتصادي او تجارتي اړیکو په زیاتولو زور راوړی.

د شنګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې جوړ شوی وو چې غړي هيوادونه يې چين، روس، قزاقستان، کرغزستان، تاجکستان او ازبکستان دي خو پاکستان، افغانستان او ايران د څارونکو په حېث په دې سرمشريزو کې ګډون لري.
XS
SM
MD
LG