د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د ال ليبي د مرګ تصديق وکړ


ابو يحيی ال ليبي د القاعده شبکې دویم لوی کس
ابو يحيی ال ليبي د القاعده شبکې دویم لوی کس
هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- د سپينې ماڼۍ وياند جی کارني د نهې په ورځ د واشنګټن خبريالانو ته په وينا کې په داسې حال کې چې نه يې غوښتل د ابو يحيی ال ليبي په وژنه کې د امريکا د ډرون بريد يادونه وکړي، د نوموړي د وژل کېدو تصديق وکړ او و يې ويیل چې ده په پاکستان کې د القاعده د يو مهم مشر په توګه فعالييت کاوه:

((زموږ استخباراتي خلکو ته داسې معلومات لاسونو ته ورغلي چې په ترڅ کې يې د القاعده د دويم نمبر مشر ال لیبي د مړينې په هکله د دوی يقين پوخ شوی دی- زه پرته له دې تفصيل ورکولو چې د نوموړي مرګ څه رنګه واقع شو، تاسو ته ويیلای شم چې ده د القاعده د عمومي منتظیم په توګه دنده تر سره کوله- د پاکستان په قباييلي سيمو کې د خپلې ډلې د ورځنيو فعالييتونو او په سيمه کې د القاعده له غړو سره د رابطو د چارو نظارت يې کاوه-))


فرانس پريس اژانس په عين حال کې د پاکستاني چارواکو په حواله وايي چې ال ليبي د شمالي وزيرستان په يوه کور د تېر ګل په ورځ شوي د ډرون بريد په نتيجه کې مړ شوی دی-

اژانس زياتوي، د نوموړي د وژل کېدو له خبر وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې د نړۍ د تر ټولو زيات شکمنو ترهګرو تنانو پر ضد د امريکا د وژونکيو عملياتو مشري په خپله ولسمشر براک اوباما کوي- دا هم ويل شوي چې د القاعده د دې مهم غړي د وژنې په ترڅ کې به اوباما وکولای شي، د جمهوري رياست له پاره د خپل حريف مېټ رامني هغه الزامات، چې وايي په بهر نړۍ کې د نوموړي د ادارې د ترهګرۍ ضد پاليسي ناکامه شوې، غلط ثابت کړي-

خو فرانس پريس اژانس پروسږ کال د مۍ مياشت په دويمه نېټه د ايبټ اباد په ښار کې د امريکا د ځانګړيو ځواکونو د لاسه د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن وژنې ته په اشارې ليکي چې کېدلای شي د پاکستان په قباييلي سيمه د ډرون د تېر پير د ورځې حمله د امريکا او پاکستان د مخکې نه خراب تعلق لا ډېر پېچلی کړي- اژانس په دې لړ کې په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو پر وړاندې د تېرو شپږو مياشتو راهېسې د پاکستان د تړل شويو اکمالاتي لارو موضوع هم ياده کړې ده-

ال لیبي د القاعده کمپین چلونکی

د ال ليبي په اړه بيا اژانس ليکی چې دی د اسامه بن لادن يوه باوري نايب وو، چې د القاعده له خوا په خپرو کړل شويو بې شمېره ويډيوي کلېپونو کې ښودل شوی وو، او چا چې د ياد تنظيم له پاره د نړيوالې پروپيګنډې د کمپاين په چلولو کې خورا مهم رول لوباوه-

همدا خبره د سپينې ماڼۍ وياند جی کارنی د واشنګټن خبري غونډې ته وکړه چې و يې وييل:
((د هغه (ال ليبي) مړينه د تېرو څو کلونو راهېسې پيل شوې د القاعده د مرکزي قوماندې د کمزوري کولو د هڅو د لړۍ يوه برخه ده، چې دغه ډله يې تر دې حده له کاره غورځولې چې اوس د هغه داسې يو ځای نيوونکی، چې دغه ذمه وارۍ پر غاړه واخلي، په واضح ډول نه تر سترګو کېږي-))

فرانس پريس اژانس د يوه امريکا مېشت څېړنکار بين وينزک له خولې ليکي چې وايي ال ليبي د خپلو ويډيويی پیغامونو له لارې د ګردې نړۍ په جهاديانو کې خورا زيات نفوذ درلود، چې مړينه به يې دغو خلکو په شدت سره محسوس کړې وي-

هم د اژانس په وينا، د بن لادن د ايبټ اباد له کور څخه د امريکا لاسو ته په ورغليو اسنادو کې د ال ليبي له خوا دستخط شوی يو مکتوب، چې د ۲۰۱۰ م کال په دسمبر کې يې د پاکستاني طالبانو مشر بيت الله محسود ته ليکلی وو، د ده د ځينو قانونی او مذهبي تېريو له پاره، چې د ځان مرګیو بريدونو په ترڅ کې د بې ګناه مسلمانانو وژل هم پکې شامل دي، ورته ستغې سپورې وييلي دي-
XS
SM
MD
LG