د لاسرسي ځای



دواړه ځانمرګي بريدونه نن تر غرمې مخکې د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه يو په بل پسې شوی دی چې تر وروستیو مالوماتو پورې پکې ۲۲ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.

په بريدونو کې وژل شوي او ټپي شوي ټول ولسي افغان وګړي دي.

د کندهار دولتي چارواکي وايي چې بريدونه هوايي ډګر ته څېرمه په دوکانونو کې شوي دي او قربانيان يې هم ټول عام افغان وګړي دي.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل مشال راډيو ته وويل چې د لومړنيو تر لاسه شويو مالوماتو له مخې يو تن ځانمرګي بريد کوونکي چې په موټر سايکل سپور وو دوکانونو ته له رسېدو سره يې ځان چولی دی.
(( د کندهار سپين بولدک پر لويه لاره د کندهار هوايي ډګر ته څېرمه په يو کوچني بازار کې دوه ځانمرګي بريدونه شوي دي. لومړی ځانمرګی چې په موټر سايکل سپور وو په بازار کې يې ځان الوزولی دی او کله چې خلک د ټپيانو په را ټولولو پسې د پېښې ځای ته ورغلي دي. نو يو بل پلي ځانمرګي هم ځان چوولی دی ))

د دواړو بريدونو مسوليت وسله وال طالبان مني.

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي مشال راډيو ته يې وويل چې لومړی بريد د کندهار د هوايي ډګر په دروازه کې شوی او کله چې سيمې ته بهرني سرتېري رسېدلي دويم بريد هم شوی دی.

په دغه ځای کې د کندهار د نورو سيمو په پرتله زيات بهرني سرتېري تګ راتګ راکوي چې وخت نا وخته يې ځانمرګي بريد کوونکي په نښه کوي.

سید شاه سقیم - مشال راډيو - کندهار
XS
SM
MD
LG