د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پېچکارۍ راته سپېره راغونه باغونه کړل"




سید شاه سقیم - مشال راډيو

کندهار:- د روزګان ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې غوښتل پر افغان او بهرنيو سرتېرو ځانونه ور والوزوي ژوندي نيولي دي. چارواکي وايي دواړه ځانمرګي افغانان دي خو روزنه يې په پاکستان کې شوې ده.

د روزګان دولتي چارواکي وايي دواړه ځانمرګي بريد کوونکي مو د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې د پلټنو پر مهال نيولي دي.

د دوی په خبره نيول شوي ځانمرګي د پاکستان په چمن سيمه کې د بريدونو لپاره روزل شوي او غوښتل يې په ترينکوټ کې ځانونه وچوي.

پېچکارۍ راته سپېره راغونه باغونه کړل

د امان الله په نامه نيول شوی يو تن ځانمرګی وايي چې په يوه نا اشنا سيمه کې تر څو ورځې روزني وروسته وسله والو يو ډول پيچکارۍ او ګولۍ راکړې چې وروسته راته سپېره ځمکه هم ګلونه ښکارېدل او جنت ته مي د رسېدو په موخه تر نور کله ځانمرګي بريد ته هم ډېر زړه کېده.
دی وايي څو ورځې وړاندې بيا په کندهار کې د ځانمرګي بريد کوونکي واسکټ را کول شو او روزګان يې د بريد د پاره را ولېږلم.

(( ماته چې يې د ځانمرګي درسونه راکړل بيا يې پېچکاري را ولګوله يوه ګولۍ يې هم راکړه، له هغه وروسته به ټوله ځمکه راته شنه ګلان، سيندونه او باغونه ښکارېدل وروسته يې د ځانمرګي واسکټ هم راکړ او روزګان ته يې د بريد د پاره راوستم ))

د روزګان د امنيه قومندانۍ وياند فريد عايل وايي چې دواړه ځانمرګي يې يو په بل پسې د ترينکوټ په عمر اباد سيمه کې د پلټنو پر مهال نيولي دي.

عايل زياتوي چې په ياد سيمه کې اوس هم پلټنې راونې دي.څو ورځې وړاندې په کندهار هم پوليسو د پلټنو پر مهال څو تنه ځانمرګي بريد کوونکي له وسلو او چاوېدونکيو توکو سره يو ځای نيولي وو.
XS
SM
MD
LG