د لاسرسي ځای

د ډرون برید هدف د القاعدې دویم مشر ال لیبي وو


د القاعده مهم مشر ابو یحیا ال لیبي

د القاعده مهم مشر ابو یحیا ال لیبي



امریکايي رسنۍ وايي د ګل په ورځ چې په قبایلي سیمه کې کوم ډرون برید شوي وو ، نښه يي د القاعده مهم مشر ابو یحیا ال لیبي وو. په هاغه برید کې ۱۵ کسان وژل شوي وو.

امریکايي چارواکو نیویارک ټایمز ورځپانړې ته پخلې کړې دی چې برید د القاعده مهم غړي ابو یحیا ال لیبي پر ضد شوي وو خو په دې اړه يي څه نه دې ویلي چې ایا هغه په دې برید کې وژل شوی دی او کنه.

یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي اې بي سي نیوز ته ویلي د اللیبي د مرګ د خبر په پخلي کې به وخت لږي خو هغه د القاعده دویم مشر ګڼل کیږي او که وژل شوي وي نو دا به په القاعده یو لوې ګوزار وي.

یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي ټایمز ته ویلي داسې ښکاري ابویحیا ال لیبي په دې برید کې وژل شوې دی.

چارواکي زیاته کړی ال لیبي د القاعده د مرکزي څانګې عمومي منتظم پاتې شوی دی ، چې د پاکستان په قبايلي سیمو کې د القاعده د عملیاتو او د نورو مرستیالو وسله والو ټولګو سره د القاعده د اړیکو نګراني کوي.

اې ایف پي خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي ال لیبي د لیبیا اوسیدونکی دی او عمر يي خواؤشا څلویښت کاله دی . تیر کال په شمالي وزیرستان کې په یو امریکايي ډرون برید کې د القاعده د عطیه عبدالرحمان د وژنې نه وروستو ، ال لیبي د نړیوال تره ګر جال د یو دویم مهم مشر په توګه مخې ته راغلو.

د اللیبي په سر د امریکه له خوا د یو ملین ډالرو انعام ایښودل شوی دی . په ۲۰۰۹ م کال کې هم په یو ډرون برید کې د ده د وژنې خبرونه راغلي وو چې بیا وروستو ټیک ثابت نه شو.

خبري اژانس وړاندې لیکي ابویحیا ال لیبي په ۲۰۰۲ م کال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ړنګیدو نه وروستو نیول شوی وو او په باګرام زندان کې له درې کاله بند وروسته په تېښته بریالی شو.
XS
SM
MD
LG