د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان و اروپايي ټولنې ترمنځ خبرې پيل شوې


د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا ربانې کر او د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ تګلارې مشره کېترين اشټن په اسلام آباد کې ګډ خبري کنفرانس کوي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا ربانې کر او د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ تګلارې مشره کېترين اشټن په اسلام آباد کې ګډ خبري کنفرانس کوي


نن په اسلام آباد کې د پاکستان او اروپايي اتحاديي تر مینځ پراخې ستراتیژیکې خبرې اترې پېل شوې چې پر امنیتی چارو، پرمختګ او تجارت راګرځي.

د ستراژيکو خبرو اترو اعلان نن په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا ربانې کهر د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ تګلارې د مشرې کېترين آشټن سره په ګډه خبرې غونډه کې وکړی.
مېرمن آشټن له پاکستان سره د اروپا اړيکو ته په اشارې سره وويل:

((که د دواړو خواوو اړيکو ته راشو نو موږ غواړو چې د اوږدې مودې لپاره کار وکړو. موږ غواړو چې ستاسو سره اقتصادي مرسته وکړو، ستاسو جمهوريت پياوړی کړو او له تاسو سره په دې سيمه کې يو تعميري رول ولوبوو))

د پاکستانیو چارواکو د وینا تر مخه د دې خبرو مقصد هغه پنځه کلن پلان عملي کول دی چې په جنوري کې سلا پر شوې وه. د دې پلان غټ ټکې د دواړو خواوو تر منځ د آزاد تجارت لوظنامه، د ترهګرۍ پر ضد ګامونه پورته کول او پرمختیايی مرستې دي.
XS
SM
MD
LG