د لاسرسي ځای


ژباړه: عبدالحی کاکړ

د پاکستان پخوانی دپلوماټ له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي آياز وزير په انګريزي ورځپاڼه دې نيوز کې د قبائلي سيمو د انتظامي حیثيت په اړه مقاله ليکلې ده.


دي نيوز ورځپاڼي د ليکوال آیاز وزير مقالې ته ؛ د قبائلي سيمو لپاره کوم نظام ؛ عنوان خوښ کړی دی.


ليکوال په هغه وړانديزونه بحث کوي او ګټي او تاوانونه يې شميري چې د قبائلي سيمو د راتلونکي انتظامي حيثيت په اړه مخې ته راغلي دي.


دی وايې يوه ډله هغه کسان دي چې قبائلي سيمي په اوسني شکل کې د پاته کيدو وړانديز کوي چې دده په وينا معنی يې دا ده چې پر قبائلو دي د انګريزانو ايف سي آر قانون هم دغسي مسلط وي.


د آياز وزير په وينا سول بيوروکريسي ، پوځ او مراعات يافته طبقه، لکه ملکان غواړي چې قبائلي سيمي دي په اوسني حالت کې پاتي شي. دد ه په خبره ايف سي آر وحشت ناکه، غير انساني او غير آئيني دی چې د جمهوريت ضد دی او خلک ځپي.


ليکوال وايې بل تجويز دا دی چې قبائلي سيمو ته دې د پاکستان په نورو برخو کې عملي قانون و غځول شي. دده په خبره ددې نظام پلويان وايې چې دا شان به ټولو خلکو ته يو رنګه حقونو او موقع ترلاسه شي.


دده په په وينا د قبائلي سيمو خلک له سلګونو کلونو راهیسي د پښتونولي تر دود لاندي ژوند کوي نو دا امکان کم دی چې دوی له يو متبادل نظام سره ځان بلد کړي.


آياز وزير وايې بل وړانديز د قبائلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې ګډول دي. دده په خبره ددې پلويان دا دليل ورکوي چې اوس هم په قبائلي سيمو کې په تقريبا هره حکومتي څانګه کې د خيبر پښتونخوا آفسران کار کوي.


فاټا سيکرټريت په پيښور کې جوړ دی او دا سيمه په جغرافيايې توګه صوبې ته نږدې ده.


خو دی وايې که وکتل شي اوس هم قبائلي سيمي خيبر پښتونخوا په غير مستقيمه توګه چلوي خو دده په وينا دا صوبه ددې سيمو د پرمختا ذمه واري نه مني.


دده په خبره که چرته فاټا د خيبر پښتونخوا برخه جوړه شوه نو ددې صوبې شتمن خلک به دا سيمه يو ډول قبضه کړي.


آياز وزير بيا د بېلي صوبې پر وړانديز رڼا اچوي. دده په وينا ډير خلک د قبائلي سيمي د جلا صوبې د جوړيدو حمايت کوي خو البته دوی اوس هم د پاکستان د نورو برخو قانون دلته په غځولو ځينی تحفظات لري.


د ليکوال په وينا د قبائلو سيمو خلکو ته په پاليسي جوړونه او حکومت داري کې هيڅ حق نه دی ورکړل شوی او ټولي فيصلې يې پردي کوي.


د آياز وزير په وينا دې ټولو خبرو ته په کتو سره تر څو په هره مسئله کې د قبائلو غږ نه وي شامل تر هغو فاټا پرمختګ نه شی کولای.


دده په خبره د قبائلو جائز حق بايد و منل شي او پکار دی يو قبائلي کس ګورنر کړل شي او هغه بيا د ټولو ايجنسيانو پر نمائندګانو مشتمله شوری جوړه کړې چې پر هره مسئله نظر وساتي.


د ليکوال په وينا که داسي نه وي نو پکار ده د فاټا لپاره يو متبادل ګورنر و ټاکل شي او د هغه د مرستي لپاره يوه شورا جوړه کړل شي.


د ليکوال آياز وزير په وينا کله چې له دې لاري خلک واکمن شي نو بيا د قبائلو په خوښه دا پوښتنه راپورته کیدای شي چې دوی جلا صوبه غواړي او که په خيبر پښتونخوا کې ګډ کړل شي.
XS
SM
MD
LG