د لاسرسي ځای

کراچۍ مې ژوند تریخ کړی دی. ما خپل وطن ته بوځی


نورما چې پلرنی ټاټوبی یې د ملایشییا هیواد کواللمپور دی اوس په کراچۍ کې له خپل یک یوازې زوی سره ژوند کوي

نورما چې پلرنی ټاټوبی یې د ملایشییا هیواد کواللمپور دی اوس په کراچۍ کې له خپل یک یوازې زوی سره ژوند کوي



ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د کراچۍ ښار د یوې پښتون ګڼ میشته سېمې پیر اباد په یوه تنګه کوڅه کې نورما اوسېږي چې پلرنی ټاټوبی یې د ملایشییا هیواد کواللمپور دی ـ


هغه په ۱۸ کلنۍ کې د خیبر پښتونخوا د تورغر ضلعې له اصغر سره واده کړی وو چې د مزدورۍ لپاره ملایشییا ته تللی ووـ نورما چې اوس خواوشاه ۸۵ کلنه ده، د مخ او تندي په هره ګونجه یې د دردونو او غمونو کیسې لیک دي ـ دا وایي، د سرې ، سپینې او پلنې سېنې څښتن اصغر پرې ډېر ګران و او همدا وجه وه چې له هغه سره یې د خوښې واده کړی وو.

دا زیاتوي چې له واده وروسته خپل خاوند په سمندري بېړۍ کې د شپږو میاشتو تیرولو په پلمه کراچۍ ته راوستله، او بیا یې کله هم خپل وطن په تورو لیمو و نه لیدلو.

(( پاکستان لا نه و جوړ شوی،زه یې راوستې یمه ـ هره شپه به یې راته ویل چې سمندري بېړۍ به مو روانیږي،ماورته ویل زه خو نه ځمه ـ ماویل واپس به کله راځو ؟ هغه ویل شپږ میاشتې روستوـ آ چې دلته راغلو هغه واده وکړو او زما پاسپورټ او نور کاغذونه یې وسیځلوـ زما یو زوی ژوندۍ دی نور پنځه واړه [ماشومان] مې مړه دي ـ زه پردیسه یم ))

نورما وایي، کراچۍ ته د رارسیدو روستو خپل خاوند تورغر ضلعې ته بوتله او هلته ورته مالومه شوه چې خاوند یې لا د وړاندې له یوې بلې ښځې سره کوژدن کړی دی ـ او د ددې په خبره بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلې ـ په تور غره کې به یې لرګي او واښه راړول او هغه ټول تکلیفونه به یې زغمل کوم چې په یوه پښتنه ټولنه کې یې هره کلیواله ښځه برداشتوي ـ

نورما وایي په یوه کال کې یې پښتو ژبه زده کړه خو اوس یې هم خپله مورنۍ ژبه ملایي نه یوازې زده ده بلکې د ۶۵ کالو ترجدایې روستو اوس هم ورته خپل وروڼه او خویندې تل یادیږي ـ

((په ما به یې واښه او لرګي راوړل ،ماسره به یې ظلم کاوه ـ خاوند مې چې مړ شو کراچۍ ته راغلم ـ د مشر رور نوم مې عبدالشکور دی ـ موږ درې خویندې یو ـ مشره خور مې روح مزا بله حلیمه او زه نورما یم ـ مور مې مړه وه ،زه وړه پاتې شوې وم ـ کله به دیوې خور کره وم کله بلې کره او کله به د ورور سره وم ))

نورما چې اوس د پیراباد په کوڅو کې د امسا په مرسته ګرځي، وایي د خاوند له مرګه روستو که څه هم هغه د خپل خاوند له زورزیاتي نه په امان شوه خو د کراچۍ بدامنه حالاتو او د ناچارۍ ژوند لا هم د هغې روح دمې ته نه پریږدي، او هر وخت ورسره د خپل یک یوازې زوي او نمسو د سر ویره وي ـ

((دا خو یو ګڼ وطن دی بل غمجن وطن دی ـ زړه کې به دې کله هم خوشالي نه وي ـ یا به قرضداره یې اویا به واړه د کوره ووځي نو خفګان به وي چې روغ به کور ته راشي او که نه ـ څنګه چل به کیږي او څنګه به نه کیږي ولې چې دلته هره ورځ ډېر خلک وژل کېږي ـ ځکه زه دا غواړم چې وطن ته لاړه شم له دې بوجونو نه به خلاص شو ،زه خو چې راغلې یم وایم چې چا خو یو ځل ملایشییا ته بیولې وای ))

د پیغلتوب له زوره ډېره موده مخکې پریوتې د کواللمپور نورما چې کله هم د خپل وطن ذکر کوي ، نو د مخ په هره ګونجه کې یې د اوښکو څاڅکي ښکاري ـ هغه وایي د ژوند لوی ارمان یې همدا دی چې یو ځل بیا هغه وطن ته لاړه شي چې دې په کې خاپوړې کړي دي خو یوازې نه بلکې خپل یک یوازې زوی او نمسې هم ورسره وي ـ

XS
SM
MD
LG